د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دا د کډوالۍ ژوند خو مو سخت کړوي"


په قبایلی سیمه اورکزو ایجنسۍ کې د ناامنیو له کبله بې کوره کړل شوي کډوال غوښتنه کوي چې دوی دې خپلو کورونو ته زر تر زره ستانه کړل شي.

په قبایلی سیمه اورکزو ایجنسۍ کې د ناامنیو له کبله بې کوره کړل شوي کډوال غوښتنه کوي چې دوی دې خپلو کورونو ته زر تر زره ستانه کړل شي.

د بهادر خان په نامه د علي خېلو سیمې یوه متاثره کس مشال راډیو ته وایي، چې په کډوالۍ کې له ژونده سخت کړېږواو خپلو کورونو ته واپس تلل غواړی.

د مارچ میاشت په ۲۰۱۰ کال کې د وسله والو طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو پیلېدووروسته د اورکزو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.

د کوزې او منځنی اورکزو کې کامیاب پوځي عملیاتو وروسته شاوخوا ۲۶زره کورنۍ د حکومت په سرپرستۍ کې ستنې شوې دي خو د قدراتی افتونو نظم ادارې د ویبپاڼې له مخې، په دې وخت کې د منځنی اورکزو ځینو قومونو سره په بره اورکزو کې د اتو قومونو شاو خوا شل زره او وه سوه کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند تیروي.

د ډبورۍ سیمې یو متاثره کس مشال ریډیو ته وایي چې څلور کاله وشول چې په سیمه کې پوځي آپریشن روان دی او زیاتوي پته نه لګېږي چې نور به پرې څومره وخت ولګېږي.

د قامي اسمبلۍ غړی سید غازی ګلاب جمال مشال ریډیو ته وایي چې متاثرینو د واپسۍ دغه غوښتنه يې تر اعلا چارواکو رسولې ده.

ده وویل چې په دې وخت کې د خلکو واپسي ممکن نه ده ځکه چې په سیمه کې د وسله وال طالبانو خلاف پوځي عملیات لا هم روان دي.

سید غازی ګلاب جمال وایي له حکومت سره د متاثرینو ستنولو فکر شته او زیاتوي چې کله ښه نتیجې رابرسیره شي نو پاتې نور متاثرین به هم خپلو علاقو ته ستانه کړل شي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG