د لاسرسي ځای

مومندو کې ماشومان پر وچ ډاګ ناست زدکړې کوي


مومندو کې ماشومان پر وچ ډاګ ناست زدکړې کوي په مومندو ایجنسۍ کې وسله والو له تېرو څو کلونو راهيسې لږ تر لږه ۱۲۵ سکولونه په باروتو الوځولي دي. په دوی کې د مټین کورونو کوزه مومندو سرکاري پرایمري او مډل سکول دوه ځلي وسله والو په باروتو الوځوالی دی. د دغه کنډ کپرو ښوونځیو ماشومان یا خو پر کېږدیو کې یا هم پر وچ ډاګ ناست زدکړې تر لاسه کوي. د سکول استادان وايي چې د سختې ګرمې یا سړځګۍ له وجې یې ماشومان اکثره ناروغه وي. تفصیل د شاهنواز ترکزي په دې ویډیو کې.

XS
SM
MD
LG