د خېبر پښتونخوا په سوات کې پوليس وايي چې بېګا شپه د دغه ضلعې په کمبر سیمه کې وسله والو طالباننو د پاکستان پيپلز پارټۍ سوات ضلعې جنرل سيکرېټري او پخوانی ناظم فضل حيات چټان په یوه برید کې وواژه.
د کمبر سیمې پولیس چارواکي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې فضل حيات چټان د ماسخوتن له لمانځه پس له خپل کور سره نژدې په نښه کړل شو او هم هلته یې ساه ورکړه.
له سیمې د مشال راډيو خبریال وايي، چې له پېښې وروسته د پاکستان پیپلز ګوندونو په سلګونو غړو د تحریک انصاف په مشرۍ د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
په سیمه کې د ممکنه ګډوډۍ له ويري د پاکستان پوځ او پوليس ګرځبنديز لګولی دیاو د بریدګرو لټون يې پيل کړي دي.