د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان او پاکستان د خپلو اړیکو بیا سمولو لوی فرصت لري'


د امریکا سفیر وايي، فکر کوي چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د اوږدې مودې خړپړ شويو اړیکو له سره تنظیمولو لپاره زیات شمېر خالص فرصتونه پیدا کړي.

په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر وایي، په افغانستان کې د نوي ډیموکراټیک حکومت په جوړیدو سره، پاکستان او افغانستان د اړیکو له نوې سره تنظیمولو لپاره تاریخې فرصت لري.

په پاکستان کې د امریکا سفیر ریچرډ اولسن اسلام آباد ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له سفر مخکې خبرې وکړې او د پاکستان پوځ له خوا د افغانستان پولې ته نږدې د طالب وسله والو پر ضد عملیاتو په ګډون یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد رامنځ ته کولو هلې ځلې وستایلې.

ښاغلي اولسن وویل، فکر کوم چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې د اوږدې مودې خړپړ شويو اړیکو له سره تنظیمولو لپاره زیات شمېر خالص فرصتونه پیدا کړي دي. دواړه لورې په دې تاریخي فرصت پوهېږي او د ترلاسه کولو لپاره یې هلې ځلې کوي.

په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ښاغلي اولسن په اسلام آباد کې د ساینس او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې د وینا پرمهال دغه راز وویل، په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له خوا عملیات په دې ټولو مسلو کې یو ډېر مهم ګام دی.

فرانسپرس آژانس لیکې: پاکستان له هغو دریو هیوادونو څخه یو دی چې د طالبانو سختدریځۍ رژیم یې په رسمیت پیژندلی و. طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې په افغانستان کې حکومت کړی و او رژیم یې د ایتلافی ځواکونو له خوا ړنګ شو.

دافغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت په وار وار اسلام آباد ، طالبانو ته په مرستو ورکولو او د افغانستان په بې ثباته کولو تورن کړی، خو پاکستان دا توورنه رد کړي دي. د کابل او اسلام آبادترمنځ اړیکې د افغانستان په سرحدي سیمو د پاکستان له خوا د توغندیدو په ویشتلو هم خراب شوي دي، خو ریچرډ اولسن د پاکستان وروستۍ حوصله او په افغانستان کې د انتخاباتو پرمهال یې د پولې امن کولو هلې ځلې وستایلې.

فرانسپرس آژانس لیکې: د افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني د اپرېل میاشتې په یوه مرکه کې ویلي ول، د پاکستان او افغانستان په پوله متقابله همکاري لکه د دویمې نړۍوال جنګ وروسته چې د فرانسې او جرمنې په ګډه پوله کې شوې وه، په جنګ ځپلې افغانستان کې د بې ثباتۍ په ختمولو کې مهمه او اصلي ونډه ولري.

XS
SM
MD
LG