د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په عراق او سوریه کې خپله ښکېلتیا پراخوي


دري میاشتي وړاندي په عراق او سوریه کي د اسلامي دولت ډلې پرضد د امریکا د متحده ایالاتو پوځې عمل ورو پیل شوی و، خو په تدریجې ډول پراخ شوی او واشنګټن به په جګړې کې نور هم ښکیل شي.

د امریکا متحده ایالاتو په عراق او سوریه کي د اسلامي دولت د وسله والو پرضد یو پوځې ایتلاف جوړ کړی او غواړي ددي ډلې وسله وال وځپي . دا پداسي حال کي ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اګست میاشت کي ویلي ول، متحده ایالات به په هیڅ صورت په عراق کي بلې جګړې کي ښکیل نکړي.

دري میاشتي وړاندي په عراق او سوریه کي د اسلامي دولت ډلې پرضد د امریکا د متحده ایالاتو پوځې عمل ورو پیل شوی و، خو په تدریجې ډول پراخ شوی او واشنګټن به په جګړې کې نور هم ښکیل شي.

په عراق کي د امریکا دا پوځې ماموریت د مذهبي اقلیتونو د ساتنې له ماموریته په عراق او سوریې دواړو هیوادو کي پیل شوی چې دا مهال د اسلامي دولت ډلې د وسله والو د له منځه وړلو په ماموریت بدل شوی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دریځ دا بدلون ځکه حیرانوونکی دی چې نوموړی جمهوري ریاست ته د کاندیدۍ په کمپاین کي د عراق د هغه مهال جګړې سخت مخالف و.

ولسمشر اوباما د اګست په اوومه چې په عراق کي یي د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد د لومړنۍ هوایي حملې امر ور کړ دایې هم ویلی و، د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د اعلی قوماندان په توګه به اجازه ورنکړي چې متحده ایالات د عراق په یوه بل جنګ کي ښکیل شي.

خو ولسمشر اوباما تیره اوونۍ عراق ته د نورو ځواکونو استول تصویب کړل او په دي توګه به په دي هیواد کي د امریکایي عسکرو شمیر ۳۱۰۰ ته ورسیږي. ددي ځواکونو ماموریت به دا وې چې د یوې اغیزمنې جګړې لپاره د عراق حکومتي ځواکونه وروزي.

د اګست میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد د هوایي برید لپاره داسي استدلال کاوه چې د عراق په شمالي ښار اربیل کي امریکایي ډپلوماتان ساتې او دغه راز د سنجار په غره کي د محاصره شويو یزیديانو د ډله ایزې وژنې مخه نیسي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما دا هم وویل، متحده ایالات نه غواړې چې د عراق هوایي ځواک شي. خو د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا غړی میکاح زینکو وایي، امریکا دا مهال دا کار پرمخ وړي. دی وایي، ماموریت پراخ شوی او لګښتونه یي هم زیات شویدي.

فرانسپرس آژانس وایي، تر اوسه د امریکا په مشرۍ ایتلاف د اسلامي دولت پر وسله والو له اته سویو زیاتې هوایي حملې کړې، خو دا ډله نده ختمه شوې او امریکایي چارواکي وایي، جګړه به کلونه کلونه دوام وکړي.

د زینکو په باور، د امریکا ولسمشرانو ته د جګړې د ګام پرګام پراخول معمول کار دی او کانګرس هڅه کوی چې جمهور رئیس ته د جګړې د پراختیا زرغون څراغ ورکړي. دی زیاتوې هر ولسمشر دا کار کړی او دا د سپیني ماڼۍ لپاره کومه نوي خبره نه ده.

XS
SM
MD
LG