د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د کابل بانک چارواکو سزا وغځول شوه”


د افغانستان د استیناف یوې محکمې د کابل بانکد دوو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو د بند سزا اوږده کړې ده.

د افغانستان د استیناف یوې محکمې د کابل بانکد دوو پخوانیو لوړ پوړو چارواکو د بند سزا اوږده کړې ده.

دغه بانک مخکې تر دې چې په ۲۰۱۰ کال کې د یو بیلیونه ډالرو په پور دیوالیه شي، د هېواد تر ټولو لوی شخصي بانک و.

په یوه ډاګیزه محکمه کې چې په ژوندۍ بڼه له تلویزونه خپری ده د کابل بانک موسس مشر شیرخان فرنود او د بانک پخواني اجرایوي مشر خلیل فیروزي ته د اود دوکې له کبله د پنځلسو پنځلسو کلونو د بند سزا واورول شوه.

محکمې همدارنګه فرنود ۲۳۷ میلیونه ډالره او فیروزي ۱۳۷ میلیونه ډالره جریمه هم کړل.

په لومړیو کې دواړو چارواکو ته د پنځو پنځو کلونو د بند سزا اورول شوې وه. محکمې همدارنګه د کابل بانک د دوو سهم لرونکیو ( شریکانو ) محمود کرزي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور دی او د حسین فهیم چې د پخواني مرستیال ولسمشر قسیم فهیم ورور دی، د شتمنیو د ضبط کولو حکم هم کړی دی.

خو محمود کرزي د مشال راډیو افغان څانګې ته په مرکه کې ویلي چې پر ضد یې سیاسي پریکړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG