د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو بل پښتون ماشوم ګوزڼ ووهلی


وروستی ناروغ اووه میاشتنی ماشوم عتیق الرحمن د خېبر ایجنسۍ اوسېدونکی دی.

وزیراعظم کور ګوزڼ مخنیوې څانګې په قبایلي سیمو کې د ګوزڼ یو نوي رنځور پخلی کړی دی چې په خبره یې له دې سره سږ کال په ملک کې د ګوزڼ ناروغانو شمېره۲۳۷ تنو ته ورسیدله.

دوی وايي چې وروستی ناروغ اووه میاشتنی ماشوم عتیق الرحمن د خېبر ایجنسۍ اوسېدونکی دی.

د پاکستان سرکاري شمېرو له مخې د ګوزڼ ناروغۍ پېښې تر ګړدو ډېر په قبایلي سیمو کې مخې ته رغلې دي چې شمېر یې یو سل درې پنځوس دی، په خېبر پښتنونخوا کې اته څلویښت، په سیند کې درویشت، په بلوچستان کې لس او درې بیا پهپنجاب کې دي. دې پېښو ته په کتو سره د پاکستان حکومت د ېوې خپلواکې کاري ډلې د سپارښتونو په رڼا کې د روانې میاشتو وروستو کې درې میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد ستنې لګولو پرېکړه کړې.

تیره اونې د ګوزڼ مخنیوي په اړه د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې د څلور واړو صوبو اعلا وزیرانو، وفاقي وزیرانو او د نړۍوالې ادارې یونیسیف، نړۍوال بانک او د صحت نړۍوالې ادارې یوه غونډه شوې وه چې پکې ویل شوي ول چې د ګوزڼ مخنیوي لپاره به هر ډول ګامونه اخلي.

په یاده غونډه کې دا خبره هم مخې ته راغلې وه چې جاپان به د ګوزڼ خاتمې لپاره پنځه پنځوس کروړه روپۍ او بل اینډ ملنډا ګېټس فاونډېشن به اووه دېرش اربه روپۍ ورکوي.

XS
SM
MD
LG