د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د داعش موجودګي؛ د القاعدې راتلونکې به څه وي؟


ځینې رپورټونه وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې کسان د پاکستان په بلوچستان کې په زیات تعداد کې دي. په دې وروستیو کې د بلوچستان حکومت هم د پاکستان فېډرالي حکومت ته پر دې موضوع یو لیک استولی دی چې پکې د لشکر جنګوي او اهل سنت والجماعت د ډلو له اسلامي دولت سره د یو ځای کېدو خبره شوې ده.

ځینې رپورټونه وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې کسان د پاکستان په بلوچستان کې په زیات تعداد کې دي. په دې وروستیو کې د بلوچستان حکومت هم د پاکستان فېډرالي حکومت ته پر دې موضوع یو لیک استولی دی چې پکې د لشکر جنګوي او اهل سنت والجماعت د ډلو له اسلامي دولت سره د یو ځای کېدو خبره شوې ده.

که څه هم د دې ډلې د وسله والو شمېر پخلی نه شي کېدای خو ځینې رسنۍ وايي، په پاکستان کې د دې ډلې تر ۱۲۰۰۰ پورې کسان موجود دي.

د اسلامي دولت وسله واله ډله په عراق او شام کې فعالیت کوي. د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف له یوې مودې راهیسې په عراق او شام کې د دې ډلې پر اهدافو بریدونه کوي او پر ځمکه د عراق او کردستان امنیتي سرتېري او په شام کې کردان د دې وسله والو پر ضد جنګېږي.

موده مخکې په پاکستان کې له تحریک طالبان پاکستانه بېل شویو پینځو مشرانو له اسلامي دولت سره د یوځای کېدو اعلان وکړ.

پوښتنه دا ده چې ایا ریښتیا هم د اسلامي دولت ډلې کسان په پاکستان کې موجود دي او که نه؟

پر دې موضوع مو په پاکستان کې له یو شمېر خبریالانو او شنونکو سره خبرې وکړې. په دوی کې ځینو یوازې د نوم او غږ (ږغ) نه ثبتولو په شرط مالومات راکړل.

په پېښور کې یوه خبریال د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د القاعدې وسله وال شته، خو د اسلامي دولت یا داعش وسله وال نشته. دی وايي، دا تاثر یوازې ځینو رسنیو جوړ کړی دی.

خو په اسلام اباد کې خبریال او په پاکستان او افغانستان کې د وسله والو پر فعالیتونو د کتاب لیکونکي زاهد حسین ته ښکاري چې د اسلامي دولت یا داعش ځینې وسله وال په پاکستان کې موجود دي:

((په یقیني ډول [د اسلامي دولت ډله] په پاکستان کې موجودګي لري. د بېلا بېلو لویو ښارونو پر دېوالونو د دوی نارې لیکل شوې دي، داسې رپورټونه هم دي چې د پاکستان په شمال غرب کې د داعش د پروپیګنډې کاغذونه وېشل شوي دي او ځینې وسله وال مشران هم ورسره یو ځای شوي دي.))

زاهد حسین وايي، دی په پاکستان کې د داعش د وسله والو شمېر په اړه کره مالومات نه لري خو په عراق او شام کې سلګونه پاکستانیان له دې ډلې سره یو ځای جنګېږي.

د دفاعي چارو څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه وايي، د دې څېړنه ښيي ځینې پاکستانۍ وسله والې ډلې او ځینې وسله وال له داعش یا اسلامي دولت سره یو ځای شوي دي.

ایا د سلفي او دېوبندي نظریاتي اختلاف لوی دی؟

د اسلامي دولت ډلې په اړه پوهان وايي چې سلفي نظریات لري. د پاکستان او افغانستان طالبان دېوبندي فکر لري. په دې صورت کې ایا دواړه ډلې کولای شي چې یو ځای فعالیت وکړي او که نه؟

په پېښور کې یو خبریال د نوم نه خپرولو په شرط وايي، د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو تر منځ د اختلاف یوه مهمه نکته همدا وه چې ځینو مشرانو له داعش سره یو ځای کېدل غوښتل خو ځینو یې ویل چې نه د داعش وسله وال له دوی سره نظریاتي اختلاف لري. همدا وجه ده چې د جماعت الاحرار په نوم ډله جوړه شوه.

خو ډاکتره عایشه صدیقه وايي، دا نظریاتي اختلاف دومره لویه خبره نه ده. د دې په خبره، القاعده هم سلفي ډله ده خو له دېوبندي طالبانو سره یو ځای فعالیت کوي:

((القاعدې هم سلفي [نظریه] لرله. خو په القاعدې کې هم بدلون راغی او هغه بدلون دا دی چې په برصغیر [یا جنوبي اسیا] کې د القاعدې نوی مشر دېوبندی دی. همدا راز، داعش هم سلفي ډله ده خو چې له چا سره کار کول غواړي، لکه لشکر جنګوي وغیره، هغه دېوبندیان دي. نو زموږ په ذهن کې چې دا تقسیم جوړ دی چې پلانکی دېوبندی دی، پلانکی برېلوی دی، دا ډلې اوس له یو بل سره د کار کولو لپاره دا ستونزې نه لري.))

القاعده د بلوڅ ملتپالۍ په نوم فعالیت کوي؟

ډاکتره صدیقه وايي، القاعدې په پاکستان کې په خپلې نظریې کې ډېر بدلون راوستی دی او اوس د بلوڅ ملتپالۍ په نوم هم د فعالیت هڅې کوي:

((زه د بلوچستان په حوالې که خبره وکړم نو په بلوچستان کې القاعده د بلوڅ ملتپالۍ بیرغ یا جنډه پورته کوي. نو له دې سره به دا وشي چې د بلوڅانو اصلي او سیکولر ملتپالۍ ته به تاوان ورسېږي او د هغوی ملتپالي به ختمه شي. بل دا چې تاسې به وګورئ چې په راتلونکو څو میاشتو یا کلونو کې به دوی د پښتنو د ملتپالۍ جنډه هم پورته کړي.))

د عایشې صدیقې په خبره، القاعده او داعش په هره سیمه کې د خلکو د جذبو پارولو د هغوی مسلې راپورته کوي. لکه دې ډلې د کشمیر مسله هم پورته کړې ده.

په دې وروستیو کې داعش هم وویل چې په چین او هند کې د مسلمانانو حقونه تر پښو لاندې کېږي. دې ډلې په دې لړ کې د مبارزې کولو هوډ وښود.

د القاعدې راتلونکې څه کېدای شي؟

که دا ومنل شي چې پاکستانۍ وسله والې ډلې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای کار کولای شي نو په پاکستان کې د القاعدې راتلونکې به څه وي؟

زاهد حسین وايي، ده ته ښکاري چې په پاکستان کې د القاعدې غړي به په داعش کې ورجذب شي:

((دواړه ډلې په پاکستان کې د خپلو جهادي فعالیتونو لپاره له یو بل سره مقابله نه کوي. القاعده له څو کلونو راهیسې په پاکستان کې فعالیت کوي. په تېرو څو کلونو کې القاعده بدله شوې ده او اوس یې پاکستاني وسله وال قومندانان مشري کوي. خو د داعش له راتګ سره داسې ښکاري چې د القاعدې ځینې کسان به دې ډلې خوا ته ورجذب شي ځکه چې [په عراق او شام] کې د اسلامي دولت ډلې لویه برخه خاوره نیولې او د پروپیګنډې نظام یې ډېر پیاوړی یا مضبوط دی.))

خو ډاکتره عایشه صدیقه وايي، امکان لري چې یا خو القاعده په داعش کې او یا هم داعش په القاعدې کې ورجذب شي:

((القاعدې د اسلامي دولت پر ضد یو منفي بیان هم نه دی ورکړی. القاعده خپل کار کوي او دوی خپل. القاعده چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره یوازینی مشکل لري نو هغه دا دی چې دوی وايي، په دې ډله کې هغه کسان هم کار کوي چې د صدام حسین په بعث ګوند کې ول. نو اوس چې حالات لږ سم شي او دوی فکر وکړي نو کېدای شي چې القاعده یا له دوی سره یو ځای شي او یا اسلامي دولت ډله له القاعدې سره یو ځای شي.))

د شنونکو او خبریالانو په خبره، د اسلامي دولت وسله والې ډلې که په پاکستان کې د ځان لپاره پیاوړی مرکز پیدا کړ نو د هغه هېواد له امنیت سره سره به د افغانستان امنیت هم وګواښي.

XS
SM
MD
LG