د لاسرسي ځای

'اسفندیار، فضل الرحمان، شېرپاو او موږ ټول باید یو شو'


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پکار ده چې مولانا فضل الرحمان، اسفندیار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاو او د پښتنو نور سیاسي ګوندونه او مشران پر دې یوه ټکي سره متفق شي چې ولې پر پښتنو مشرانو بریدونه کېږي، او دا چې د دې پر ضد باید غونډې او لویې لویې جلسې وکړي. د مشال راډیو په پراګ سټوډيو کې مو له ښاغلي اڅکزي سره د پښتنو پر سیاسي حالاتو ځانګړې مرکه کړې.

XS
SM
MD
LG