د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلامي دولت وسله واله ډله د چا لپاره زیاته خطرناکه ده؟


د فرسټ پوسټ ورځپاڼې په خبره، د اسلامي دولت وسله واله ډله به د پاکستان تر ټولو ښه ملګري هېواد چین ته هم لوی ګواښ ورمخامخ کړي.

ځینې رپورټونه وايي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې کسان د پاکستان په بلوچستان کې په زیات تعداد کې دي. که څه هم د دې ډلې د وسله والو شمېر پخلی نشي کېدای خو ځینې رسنۍ وايي، په پاکستان کې د دې ډلې تر ۱۲۰۰۰ پورې کسان موجود دي.

د اسلامي دولت وسله واله ډله د ابوبکر بغدادي تر مشرۍ لاندې په عراق او شام کې فعالیت کوي. د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف له یوې مودې راهیسې په عراق او شام کې د دې ډلې پر اهدافو بریدونه کوي او پر ځمکه د عراق پوځ، د کردستان پېشمرګه ځواکونه او په شام کې کردان د دې وسله والو پر ضد جنګېږي.

موده مخکې په پاکستان کې له تحریک طالبان پاکستانه بېل شویو پینځو مشرانو له اسلامي دولت سره د یوځای کېدو اعلان وکړ. پوښتنه دا ده چې که د اسلامي دولت ډلې وسله وال ریښتیا هم په پاکستان کې وي، او هلته یې فعالیت پیل کړی وي، نو دا به د پاکستان پر امنیتي وضعې څه اغېز ولري؟

فرسټ پوسټ ورځپاڼه وايي، د پاکستان امنیت لا مخکې هم خراب وو او دا هېواد د وسله والو او ترهګرۍ د یوه مرکز په توګه پېژندل کېږي. د ورځپاڼې په خبره، پاکستان له درو لسیزو راهیسې ترهګري د بهرنۍ چارو د تګلارې په توګه استعماله کړې ده. نو که د اسلامي دولت وسله واله ډله په پاکستان کې موجوده وي نو دا دا ځل د وسله والو پیدا کوونکی هېواد ګواښي. په بله مانا، دا ډله به د ترهګرۍ په وسیله پاکستان وځپي او له دې سره به د پاکستان حکومت او پوځ لپاره حالات لا نور پېچلي شي.

د ورځپاڼې په خبره، د اسلامي دولت وسله واله ډله به د پاکستان تر ټولو ښه ملګري هېواد چین ته هم لوی ګواښ ورمخامخ کړي. په دې وروستیو کې د منځني ختیځ لپاره د چین ځانګړي استازي وویل، فکر کوي چې شاوخوا ۱۰۰ چینايي وګړي له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای جنګېږي. د ده په خبره، په دوی کې زیاتره کسان د سېنکیانګ یوغور دي.

د روان (۲۰۱۴ز) کال په سېپټېمبر کې خبرونه خپاره شول چې یو چینايي وګړی په عراق کې نیول شوی چې د اسلامي دولت ډلې لپاره یې په جګړه کې برخه اخیسته. دا لومړی چینايي وو چې له هغې ډلې سره د تړاو په تور ونیول شو.

له دې علاوه، د اسلامي دولت ډلې لا پخوا له چینه د بدل اخیستو خبره کړې وه. د ډلې مشر ابوبکر بغدادي ویلي ول چې په چین، هند او فلسطین کې د مسلمانانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

نو په دې مانا دا ډله د چین لپاره لوی ګواښ ثابتېدای شي.؟

که د هند په اړه فکر وشي نو اسلامي دولت ډله د هغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې یو شمېر ځوانان خپلې خوا ته جلبوي. که څه هم تر اوسه داسې رسمي خبر نشته چې څومره هندیان له دې ډلې سره یو ځای شوي دي خو داسې ښکاري چې سلګونه هندیان به له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شوي وي.

فرسټ پوسټ ورځپاڼه زیاتوي، که داسې وي نو دا ډله به د هند لپاره هم لوی ګواښ وګرځي.

XS
SM
MD
LG