د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر کې ځانمرګي برید، کابل او ننګرهار کې چادونو مرګژوبله اړولې


د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ یوه بل چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه؛ ازادي راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر قومندانۍ ته د ننوتو لپاره د سیمه ییز پولیس درېشي «یونیفورم» اغوستې وه.

د لوګر ولایت په امنیه قومندانۍ کې یوه طالب ځانمرګي بریدګر ۷ تنه سیمه ییز پولیس وژلي او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د لوګر امنیه قومدان عبدالحکیم اسحاقزي له ازادۍ راډیو په سره په خبرو کې وویل؛ چې دا پېښه نن «دوشنبه» تر غرمې مخکې شاوخوا لس بجې شوې ده.

د اسحاقزي په وینا، په وژل شوو کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان سبزعلي هم شامل دی.

د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ یوه بل چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه؛ ازادي راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدګر قومندانۍ ته د ننوتو لپاره د سیمه ییز پولیس درېشي «یونیفورم» اغوستې وه.

بلخوا د افغانستان پلازمېنې کابل د پینځمې امنیتي حوزې په څنډو کې یوې چاودنې دوتنه ولسيوګړي ټپیان کړي دي.

د پینځمې امنیتي حوزې یو مسوول د نوم نښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې چې چاودنه د برهان الدین رباني پوهنتون ته څیرمه شوې.

د راپورونو له مخې باروت په یوه ونه کې پټ کړل شوي ول. کله چې د ملي امینت چټک غبرګون قطعې منسوبینو موټر تېرېده نو چاودنه پرې وشوه. خو هغوی ته یې زیان نه دی اړولی.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار ګکرک ته مخامخ نن سهار «دوشنبه»شاوخوا شپږ نيمې بجې د پولیسو پر یوه رېنجر موټر چاودنې څلور تنه پولیس ټپیان کړي دي.

XS
SM
MD
LG