د لاسرسي ځای

تازه خبر

" خیبر پښتونخوا کې داعیش نشته "


شاهدالله شاهد د داعیش سره بیعت اعلان کړی
شاهدالله شاهد د داعیش سره بیعت اعلان کړی

د خیبر پښتونخوا یو لوړ پوړی حکومتي چارواکی وايي، دا ډول ټول خبرونه بې بنسټه دي چې ګواکې د اسلامي دولت وسله والې ( داعیش) کومه څانګه په خیبر پښتونخوا او یا هم په قبایلي سیمو کې جوړه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو سکرتر سید اخترعلي شا وايي دایوازې مطبوعاتي راپورونه دي، د حقیقت سره هیڅ تړاو نه لري.

سیداخترعلي شا چې د یکشنبې په ورځ یې په پېښور کې په یوه غونډه کې برخه لرله، له غونډې وروسته یې مشال راډیو ته وویل :

(( تر اوسه مونږ ته داسې کوم شواهد لاسو ته نه دي راغلي چې ګینې داعیش دلته څه هلې ځلې کوي. مونږ په دا ډول پرمختګونو ژور نظر ساتو، که چیرې ومو لیدل چې داعیش دلته فعالیت پیل کړی نو مونږ یې پرضد ګامونو اوچتولو ته تیار یو. ))

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو سکرتر وايي وسله والې ډلې که په هر نوم وي او ددوی په خاوره کې ترهګرۍ لپاره لمن وهي، دوی یې پرضد کارروايي کوي.

په دې وروستیو کې په پاکستاني او نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې داسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او نورو ښارونو کې فعالیتونه پیل کړي دي. خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي ددوی ځواکونه په وزیرستان او خیبر کې د ترهګرو پرضد په جنګ بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک طالبان پاکستان ځینو مشرانو چې شاهدالله شاهد هم پکې دی، په دې وروستیو کې د داعیش سره د بیعت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG