د لاسرسي ځای

تازه خبر

بانکي مون افغانستان ته سفر کوي


د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون
د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال يوري فیدو توف پرون په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدلو پرمهال ویلي چې د یاد سازمان سرمنشي بانکي مون افغانستان ته د سفر هوډ لري.

یوري فیدیوتوف د مخدره موادو او نشه يي توکیو سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال دی او په داسې حال کې له افغانستان څخه لیدنه کوي چې د نړۍ مشران د افغانستان د نوي ولس مشر محمد اشرف غني څخه هیله لري چې د مخدره موادو د تولید او قاچاق په وړاندې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د ولسمشر له دفتر څخه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي چې بانکي مون به په یو مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي، خو په دې اړه کومه دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې.

د ارګ څخه په خپر شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې فید وتوف د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له نوي حکومت څخه د ملګروملتونو د سازمان ملاتړ څرګند کړ او هیله یې وکړه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د نړیوالې ټولنې مرستې د افغانستان له پرمختیایي ايجنډه سره هم غږې کړي.

ارګ وايي، ولسمشر غني افغانستان ته د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي منشي بانکي مون د سفر هرکلی وکړ او ويې ویل چې په یوه مناسب وخت کې به ددغه سفر په اړه ښاغلي بانکي مون ته خبر ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG