د لاسرسي ځای

کویټه : هزارګانو دمظاهرې په ترڅ کې له حکومت نه د وران کارو د نیولو غوښتنه وکړه


پخوانی انځور

پخوانی انځور

د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې په لسګونو هزاره ګانو د یوې شپږ کلنې نجلۍ د قتل پرضد احتجاجې مظاهره وکړه. مظاهره کونکي پرون د احتجاج په ډول سره را ټول شوي وو او د حکومت نه یې د پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوله.

د سحر بتول په نوم ددې شپږ کلنې نجلۍ مړی د نومبر په پنځمه په کوټه کې موندل شوی و، چې د وژل کيدو وروسته يې مړی په یوه شاړه کې غورځل شوی و. د پاکستان لویو سیاسي او مذهبي ګوندونو دا وژنه غندلې ده .

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي، تاوتریخوالی ددې سبب شوی دی چې د هزاره قوم دوه سوه زره کسان په تیرو لسو کلونو کې له پاکستان څخه وتښتي.

ياده دې وي چې د اکتوبر په درويشتمه نيټه وسلوالو يو بس په نښه کړي و چې پکې اته شیعه مذهبي هزاره ګان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG