د لاسرسي ځای

د پاکستان په کراچۍ ښار کې میشت د قبایلي سیمو استوګن وایي په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د دوی د نیونې او ځورونې پېښې زیاتې شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې میشت د قبایلي سیمو استوګن وایي په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د دوی د نیونې او ځورونې پېښې زیاتې شوي دي.

په کراچۍ کې میشت د مومند ایجنسۍ د ساپي تحصیل یو استوګن شانواز له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي د ده ۲۹ کلن وراره فیصل دوه میاشتې مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا د نیولو وروسته بې درکه شوی و چې وروسته یې د کراچۍ له ګلشن جدید څخه د څلورو نورو کسانو سره یو ځای مړی وموندل شو.

((هغه زیاتوي د ده سره یې څلور نور کسان هم وژلي وو، د سیمې خلکو موږ ته وویل چې دلته د شپې ډزې وشوې او سهار بیا دا مړي پراته و، په دوی کې یو زما وراره و، او هغه نور ما نه پیژندل. ماته یې مړی نه راکوو، بیا رانه پولیسو ډېرې پوښتنې وکړي او وروستو یې مړی راکړو))

شاه نواز وایي وراره یې رکشه چلوله،او د دوی په وطن کې له هیچا سره شخصي دشمني نه وه او نه یې له کومې وسله والې ډلې سره څه اړیکي درلودې.

په سهراب ګوټ کې میشت د مسود قبایلو یو مشر حاجي میرزمان مسود وایي د کراچۍ عملیات په دې دریمه مرحله کې د کراچۍ میشته قبایل او په تېره بیا مسعود قبیله د امنیتي ځواکونو په نښه ده.

دی وایي د کراچۍ میشته قبایلو یوې جرګې تېره اونۍ د قبایلو دا ستونزه د سیند صوبې له وزیر اعلا قایم علي شاه سره په یوه لیدنه کې هم شریکه کړې خو تر اوسه یې څه ګټه نه ده لرلې.

((هغه مشال راډیو ته وویل: د پښتنو هیڅوک نشته چې دا پوښتنه وکړي چې دا ولې کېږي؟ هغه وخت رارسیدلی دی چې قاتل ته دا پته نشته چې ولې یې وژنم او مقتول ته دا پته نشته چې په څه مې وژني؟))

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم په کراچۍ کې په پولیس مقابلو کې د خلکو په وژنه څو څو ځل اندیښنه ښودلې، د یاد کمیشن چارواکي وایي په لسګونو خلک دوی دفتر ته ورغلي او د امنیتي ځواکونو لخوا د خپلو خپلوانو د نیونې او ورکیدنې په اړه یې راپورونه لیکلي دي. د یاد کمیشن یو چارواکي عبدا الحی له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي په ورکو کسانو کې ګڼ شمیر پښتانه هم دي.

(( هغه زیاتوي پښتانه هم د خپلو ورکو کسانو د نوم لیکنې لپاره دفتر ته راځي خو د دوی شمیر کم دی زیاتره پښتانه زموږ د دفتر په اړه څه مالومات نه لري او د ځینو نورو خپل خپلوان چې د پولیسو لخوا وړل شوي دي بیا یې دوی د پیسو له لارې د راخلاصولو هڅې کوي. په دوی کې زیاتره پولیس د پیسو لپاره نیسي په دې اړه ډېر شواهد موږ سره شته))

د بشري حقونو د کمیشن چارواکي وایي امنیتي چارواکي که مشکوک کسان نیسي نو د قانون سره سم چلند ورسره باید وکړي ، نه دا چې د دوی په وینا په جعلي پولیس مقابلو کې یې ووژني او یا یې مړي په شاړو کې وغورځول شي.

بلې خوا ته د کراچۍ پولیس چارواکي وایي په کراچۍ کې ترسره شوي پولیس مقابلې اصلي دي او په دوی کې وژل شوي کسان پر پولیسو په حملو او د بد امنۍ په نورو پېښو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG