د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني وایي د کابینې په جوړولو کې به له دقت کار واخیستل شي


د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د کابینې په جوړولو کې د بيړې پر ځای باید له دقت څخه کار واخیستل شي.

ښاغلي غني د ولسمشر په توګه د لوړې پر ورځ ژمنه کړې وه چې نوي کابینه به په یوه نیمه میاشت کې اعلان کړي.

ده همداراز ډاډ ورکړی وو چې نوې کابینه به مسلکي وي. خو افغان ولسمشر د جمعې پر ورځ د ارګ په جامع جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته په وینا کې وویل چې د وزیرانو په غوره کولو کې باید دقت وشي.

د پنجشنبې پر ورځ د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وویل چې د ملي وحدت د حکومت کابینه به د افغانستان د ټولو وګړو استازې وي او غړي به یې صادق خلک او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG