د لاسرسي ځای

نن سهار د خیبر ايجنسۍ په باړه کې د اولسو هغه کسانو مړي موندل شوي چې په ډزو ويشتل شوي دي.

د باړې په سپين قبر سيمه کې موندل شوو دي مړو په اړه د باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان وایې چې دا د وسله والو مړي دي او تېره شپه امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي چې د دي کسانو مړي یې د خيبر ايجنسۍ ليويز امنيتي ځواک مرکز ته د پيژندګلوۍ لپاره ليږلي دي او تر دي دمه دا معلومه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې وسله والې ډلې سره اړه لري.

خو خيبر ايجنسۍ کې فعاله، د لشکر اسلام وسله والې ډلې يو ویاند بيا مشال ريډيو ته نن وويل چې بيګا په کومه نښته کې د دوی کسان نه دي وژل شوي.

د يادونې وړ ده چې تر دي مخکې هم په خيبر ايجنسۍ کې دغسي مړي موندل شوي دي.

د خیبر ایجنسې په باړه کې د اکتوبر له شپاړسمې نیټې څخه د وسله والو پرضد د خیبر ون په نامه پوځي عملیات روان دي چې له امله يې تعلیمي ادارې او لویې لارې تړل شوي دي.

د پوځي عملياتو او جګړو له کبله په زرګونو خلکو په باړه او خوا او شا سيمو کې خپل کورونه پريښي او د خيبر پښتونخوا بيلابيلو سيمو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG