د خوست ولایت چارواکو له افغان حکومت او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کړې ده چې په سمدستي توګه دې د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستې وکړي.
دا خبره د تېرې پنجشنبې پر ورځ د خوست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال وکړه.
مبارز ځدراڼ زیاته کړه چې دا مهال په افغانستان کې د شمالي وزیرستان ۳۰ زره کډوالې کورنۍ پرتې دي او دا چې اوس هم له وزیرستانه کډوال خوست ته وراوړي.