د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند په ترپارکر کې له لوږې د ماشومانو مړینه دوام لري


په سیمه کې د روغیتا او پوهنې لپاره کارونکې د یو نا دولتي تنظیم مشر علي اکبر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په روانه میاشت کې زیاتره ماشومان له لوږې زیږېدلو نارغیو له کبله مړه شوي دي.

کراچۍ: د سیند صوبې په ترپارکر ضلع کې د ماشومانو د مړینې لړۍ دوام لري. د یادې ضلعې د مرکزي روغتون سیول روغتون میټي چارواکي وایي، تېره ورځ په دغه روغتون کې دوه نور ماشومان مړه شوي او دغه ډول په تېره یوه میاشت کې د بیلا بیلو نارغیو له امله د مړو شویو ماشومانو شمېر ۳۹ ته لوړ شوی دی.

په سیمه کې د روغیتا او پوهنې لپاره کارونکې د یو نا دولتي تنظیم مشر علي اکبر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په روانه میاشت کې زیاتره ماشومان له لوږې زیږېدلو نارغیو له کبله مړه شوي دي.

(( ماشومانو، امیدوارو ښځو او تي ورکونو مېرمنو ته هغه ډول غذا نه رسېږي چې دوی ورته اړتیا لري. ماشومان ځکه مري چې میندې یې کمزوری دی او میندې ځکه کمزوری دي چې متوازن خواړه ورته نه رسېږي. همدا لاملونه دي چې د دې ځای ماشومان د وړو وړو ناروغیو له کبله مري لګیا دي))

نوموړي زیاته کړه، د ژوند په هره برخه کې پېښو ستونزو، ځایي استوګن له سختو ذهني فشارونو سره مخامخ کړي دي او په تېرو لسو میاشتو کې نزدې ۴۱ کسانو ځانوژنې هم کړي دي.

همدا راز په ضلع ترپارکر کې د حکومت د مرستندویه کارونو په اړه د سند صوبې د درغلیو ضد وزارت لخوا راپور هم تیار کړی شوی دی. ځایي رسنۍ د خپلو سرچینو له خولې وایي په یاد رپورټ کې په ترپارکر کې د مرستندویه کارونو په سلسله کې په لویه پیمانه د درغلیو ویل شوي دي.

خو د سیند صوبې سلاکار او د ترپارکر ضلعې د مرستندویه کارونو څارونکی تاج حیدر له مشال ریډیو سره په خبرو کې ویلي په ترپارکر ضلعه کې د ماشومانو د مړینۍ سلسله روانه ده خو ددې لامل ولږه نه بلکې نورې عادي ناروغۍ دي .

((د یخنۍ د زیاتېدو سره ښایي د ماشومانو د مړینې په شرحه کې نور زیاتوالی هم راشي، خو دا خبره ناسمه ده چې دلته د ماشومانو درملنه نه کېږي، دلته د رنځورو ماشومانو پوره خیال ساتل کېږي او دلته د خوراکي کمي پوره کولو لپاره هر خاندان ته ۵۰ کیلوګرامه غنم ورکول کېږي))

تاج حیدر زیاته کړه، یوازې په ترپارکر کې نه بلکې د پاکستان د هرې ضلعې په هسپتال کې هره میاشت تر ۴۵ پورې ماشومان مري. نوموړي په ترپارکر کې د مرستندویه کارونو په لړ کې د هر ډول درغلۍ رپورټونه هم رد کړل.

یاده دې وي د سیند صوبې په ترپارکر ضلعه کې د بارانونو نه کیدو له امله صوبایي حکومت دغه ضلعه افت زده ګرځولې. په دې ضلعه کې یو نیم میلیون خلک استوګنه لري چې زیاتره یې د هیندو مذهب منونکي او له غریبې طبقې سره تعلق لري. په دې ضلعه کې تېرکال د پشکال راهیسې د وچکالۍ او لوږې له لاسه په سلګونو انسانان مړه شوي او په لکونو نور اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG