د لاسرسي ځای

امریکایي پوځي چې اسامه یې پر تندې ویشتلی وو خپل هویت ښکاره کړ


د امریکا د خاصو ځواکونو یو رېټایرډ پوځي چې اسامه بن لادن یې پر تندي ویشتلی وو، خپل هویت ښکاره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو د پټو ماموریتونو د ښکاره کولو یا نه ښکاره کولو په اړه بحث روان دی.

۳۸ کلن رابرټ او نیل له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي، ده پر اسامه بن لادن دوه ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د امریکا د بحري ځانګړو ځواکونو یوه پخواني او یوه برحاله سرتېري له اسوشي اېټډ پریس اژانس سره د خبرو پر مهال د دې پخلی کړی دی چې له اوږدې مودې راهیسې او نیل پر اسامه د ډزو او د هغه د وژنې لپاره پېژندل کېږي.

او نیل وویل، ده ځکه پرېکړه وکړه چې خپله پېژندګلوي ښکاره کړي چې وېره یې لرله چې نوم به یې نور خلک افشا کړي. تر دې مخکې، د روانې میاشتې پر درېیمه د نوموړي نوم په هغې ووبپاڼې کې خپور شو چې د ځانګړو ځواکونو پخواني سرتېري یې چلوي.

XS
SM
MD
LG