د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له پاکستان سره ښې اړیکې د افغانستان له ستراتیژيکو ګټو سره سمون لري."


افغان ولسمشر
افغان ولسمشر

افغان ولس مشر محمد اشرف غني چې د پنج شنبې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف سره ولیدل، وايي : له پاکستان سره ښې اړیکې د افغانستان له ستراتیژيکو ګټو سره سمون لري.

افغان ولسمشر په دې موقع وویل : د پاکستان او افغانستان اړیکې باید په وخت او زمان پورې تړلې نه وي او پکار ده چې دواړه لوري په رشتوني مانا او د زړه نه د یو بل سره د شریک د ښمن ( ترهګرۍ ) د ختمولو لپاره کار وکړي. نوموړي همدارنګه دکابل او اسلام اباد ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو په ښه کولو هم ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر وویل : د پاکستان او افغانستان ترمنځ باید هم د دولت په کچه او هم په ولسي کچه روابط موجود وي.

جنرال راحیل چی د پاکستان د ټول دولت او د مشرانو په استازیتوب افغانستان ته ورغلی و، ویې ویل چی د پاکستان دولت غواړي چی له افغانستان سره د دوستۍ او همکاریو یو نوی فصل پرانیزي.

نوموړي وویل:

(( موږ غواړو چی د دواړو ملتونو تر منځ د سولې، امنیت، ثبات او ترقۍ لپاره کار وکړو او موږ حاضر یو چی له افغانستان سره د امنیت په ټينګښت کی مرسته وکړو. ))

د نوموړي په وینا دغه همکارۍ به دوه اړخیزه وي او دوی له افغانستان څخه د مرستې او همکارۍ تمه لري.

په ناسته کې پر دې موافقه وشوه چې جمهور رئيس به د هغې بلنې پر اساس چې د پاکستان دولت کړې، په روانه ميلادي میاشت کې په یوه رسمي سفر پاکستان ته ولاړ شي.

په دغه ناسته کې د دواړو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو ته دنده وسپارل شوه چې پر مشخصو امنیتي، اقتصادي او د سولې په اړه عملي طرحی وړاندې کړي، تر څو د دواړو هیوادونو مشران ورباندې بیا فیصلې وکړي.

د غونډې پرمهال د افغانستان او د پاکستان لوړ پوړي مشران هم موجود وو.

XS
SM
MD
LG