د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیاز بهادر دردونکې کیسه،د هغه په خپله ژبه


د بلوچستان د ملېشه ځواک یو سرتیري نیاز بهادر خپلې دواړه پښې او دواړه سترګې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړي. دا چاودنه په کوهلو کې شوې وه او نیاز بهادر هلته خپله وظیفه ترسره کوله.

د بلوچستان د ملېشه ځواک یو سرتیري نیاز بهادر خپلې دواړه پښې او دواړه سترګې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړي. دا چاودنه په کوهلو کې شوې وه او نیاز بهادر هلته خپله وظیفه ترسره کوله.

نیاز بهادر د خیبر ایجنسۍ د تیرا درې د مهربان کلي اوسیدونکی دی او دا مهال یې په کلي کې جګړه روانه ده نو د کارخانو مارکیټ سره نږدې د کرایې په یو کور کې اوسیږي.

د نیاز بهادر اقتصادي وضع ښه نه ده ، نو دی له حکومته غوښتنه کوي چې ورته د استوګنې د ځای انتظام دې وکړي، دارو درمل دې ورته ویړیا ورکړل شي او دده په ایکې یوې لور باندې دې په سرکاري خرڅ تعلیم وشي.

د نیاز بهادر دردونکې کیسه،د هغه په خپله ژبه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:11 0:00

نیاز بهادر وايي که په کلي کې یې جګړه ختمه هم شي دی نه شي ستنیدای ځکه چې د خپل ړنګ کور د جوړولو توان نه لري، سترګې یې ړندې دي او پښې یې نشته.
نیاز بهادر وايي حکومت ورته څو کاله مخکې درې لکه روپۍ تقاوت ( پنشن ) ورکړی و ، او اوس هم هره میاشت دوه زره نهه سوه روپۍ ورکول کیږي، خو دا هرڅه دده او دده د کورنۍ د ضرورتونو د پوره کولو لپاره کافي نه دي.

نیاز بهادر او د هغه مور مشال راډیو سره خبرې کړي چې په دې ویډیو کې یې کتلای شئ :

XS
SM
MD
LG