د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چارواکو پر بیا بیا لیدنو سربېره د افغانستان امنیت ولې نه ښه کېږي؟


په داسې حال کې چې د روان کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني جنګي پوځیان ووځي، د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ تېره ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او هلته یې له چارواکو سره ولیدل.

په داسې حال کې چې د روان کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني جنګي پوځیان ووځي، د ناټو مشر ینز سټولټنبرګ تېره ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او هلته یې له چارواکو سره ولیدل. هم تېره ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف هم د افغانستان سفر وکړ.

په تېرو شاوخوا ۱۳ کلونو کې د پاکستان، امریکا، ناټو او افغانستان امنیتي چارواکو په بیا بیا له یو بل سره لیدلي دي خو د شنونکو په اند د سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیت مسلې یې نه دي هوارې کړې. د دې ملاقاتونو او خبرو عملي نتیجې ولې نه راووځي؟

په کابل کې د افغانستان د پارلېمان پخوانی غړی کبیر رنجبر وايي، د دې لامل دا دی چې پاکستان د افغانستان د مسلې د هواري سیاسي اراده نه لري:

((اراده ورته نشته. اصلاً خپله د پاکستان هغه کړۍ چې هلته واقعاً حاکمې دي د پاکستان په سرنوشت کې، هغه کړۍ دغه اراده نه لري چې په دغې وضعې کې بدلون راشي. سره له دې چې پاکستان هم ډېر په عذاب دی، خلک یې په عذاب دي، هره ورځ هلته خونړي انتحارات کېږي او خلک پکې تلفېږي، هلته بنیاد ګرايي اوس [ډېره لوړه شوې] ده.))

په لاهور کې د سیاسي چارو پوه پروفیسر حسن عسکري وايي، د افغانستان او پاکستان د امنیتي او سیاسي چارواکو ملاقاتونه ځکه عملي نتیجې نه لري چې دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري.

د ده په اند، اوس له نوي افغان حکومت سره د چین د اړیکو پراخېدو هیلې پیدا کړې دي:

((یو مهم پرمختګ دا دی چې د چین او افغانستان اړیکي پراخېږي. داسې ښکاري چې چین به اوس د افغانستان د پرمختګ په بهیر کې زیاته لېوالتیا ولري. نو پاکستان فکر کوي چې دا ښه خبره ده. اوس به موږ دا ګورو چې افغان ولسمشر چې په راتلونکو څو ورځو کې پاکستان ته راځي نو څه وړاندیزونه به کوي. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تر وړاندیزونو وروسته به دوی څومره عمل وکړای شي؟ پخوا هم خبرې وشوې خو بیا خپګانونه پیدا شول.))

د افغانستان د پارلېمان پخوانی غړی کبیر رنجبر وايي، د کابل په چارو کې که مداخله ونکړل شي نو حکومت کولای شي چې په داخلي توګه د امنیت مسلې په سمه توګه هوارې کړي.

رنجبر زیاتوي چې د سیمې د امنیت ټینګښت لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده:

((که د دغه نوي حکومت له راتګ سره مداخلې بندې شي او دلته دا نوی حکومت که له داخله په عذاب نه کړي، نو فکر کوم چې دغه جدي اراده موجوده ده چې د افغانستان قضاییه باید د حل لاره پیدا کړي او دې لانجې ته په مجموع کې، په منطقې کې د پای ټکی کښېښودل شي، خو هغه هم د منطقې د ملکونو له همکارۍ پرته امکان نه لري.))

د سیاسي چارو پوه پروفیسر حسن عسکري ته ښکاري چې اسلام اباد به د افغانستان له نوي حکومت سره همکاري وکړي. خو دی زیاتوي، پر ځای د دې چې دواړه هېوادونه پر یو بل تورونه پورې کړي، ښه به دا وي چې کابل او اسلام اباد له هغو موضوعاتو خبرې پیل کړي چې نظر یې ورباندې یو دی:

((د افغانستان مشران، په ځانګړي ډول بیوروکراټان او د بهرنیو چارو وزارت چارواکي، هغوی ټوله پړه پر پاکستان اچوي او پاکستانیان، افغانستان ذمه واره بولي. په کې پر دې بنیادي خبرې پوهېدل په کار دي چې دا تمه باید و نه لرل شي چې پاکستان به خپله بهرنۍ تګلاره یوازې او یوازې د افغانستان د رضامندۍ لپاره پر مخ وړي او یا پاکستان باید دا هیله و نه لري چې د افغانستان ټولې تګلارې به د پاکستان په خوښه جوړېږي. ښه لار دا ده چې د دواړو هېوادونو پالیسي جوړوونکي د شکایتونو پر ځای دا وګوري چې پر کومو ګډو موضوعاتو سره ګډ کار کولای شي. پر هغو شیانو چې ګډ اساس لري ورباندې به له خبرو سره باور زیات شي او بیا به د نورو مشکلو مسلو حل ممکن شي.))

د افغانستان او پاکستان شنونکي په دې اند دي چې د کابل و اسلام اباد د باور کمي ختمولو لپاره باید دواړه خواوې پخې ارادې وښيي چې په سیمه کې د سختدریځۍ له کبله د امنیت پیدا شوې ستونزې هوارې کړل شي.

XS
SM
MD
LG