د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د ګوزڼ ناروغي ولې نه ختمېږي؟


د پولیو رنځ ختمولو نړیواله اداره وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې تر اوسه په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۲۰ پېښې ثبت شوې دي. په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې ټول ۹۳ کسان د پولیو په رنځ اخته شوي ول.

د پولیو رنځ ختمولو نړیواله اداره وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې تر اوسه په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۲۰ پېښې ثبت شوې دي. په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې ټول ۹۳ کسان د پولیو په رنځ اخته شوي ول.

د دې ادارې په خبره، په ۱۹۹۹ز کال کې په پاکستان کې ۵۵۸ کسان ګوزڼ وهلي ول.

د پاکستان حکومت په وینا، په دې ناروغانو کې زیاتره د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او په کراچۍ کې مېشت پښتانه دي.

په پاکستان کې روغتیايي کار کوونکي وايي، په هغه هېواد کې د پولیو ناروغۍ د زیاتو پېښو لامل دا دی چې په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ له کبله هلته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکوونکي نشي تللای.

فارن پالیسي مجله وايي، د پولیو زیاتو پېښو ثبتېدو یوه بله وجه پر روغتیايي کارکوونکو د وسله والو بریدونه دي. په دې لړ کې په ۲۰۱۲ز کال کې د کراچۍ په ګډاپ ټاون کې د ملګرو ملتونو پر بهرني ډاکتر او د هغه پر ډرېور برید وشو. تر دې پېښې څو ورځې وروسته په هم هغې سیمې کې د پولیو مخنیوي یو روغتیايي کار کوونکی ووژل شو.

پر دې روغتیايي کارکوونکو بریدونه د ۲۰۱۲ز کال تر ډېسېمبره دومره زیات شول چې په شپږو بېلا بېلو حملو کې اته روغتیايي کارکوونکي ووژل شول.

تر دې وروسته وسله والو د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني څاڅکو پر ورکوونکو ډلو د بمونو بریدونه هم پیل کړل.

د فارن پالیسي مجلې په خبره، په ۲۰۱۳ز کال کې ۲۹ بمي حملې وشوې. روان کال په جنورۍ کې یو بمي برید په چارسده کې د پولیو مخنیوي ډلې د حفاظت لپاره ولاړ شپږ پولیسان ووژل. په مارچ کې په خیبر اېجنسۍ کې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې د پولیو مخنیوي ډلې دوه ګاډي په نښه کړل چې پکې ۱۱ روغتیايي کارکوونکي ووژل شول.

که څه هم د پاکستان امنیتي ادارو په دې بریدونو کې د ککړتیا په تور یو شمېر کسان نیولي دي او د روانې میاشتې پر مهال وزیراعظم نواز شریف هم د ناروغۍ د ختمولو لپاره غونډې وکړې او پر نویو سپارښتنو یې د کار کولو امر ورکړ، خو د فارن پالیسي مجلې په خبره، د پولیو مخنیوي کارکوونکو پر ضد د تاوتریخوالي پېښې زیاتېږي.

د پولیو مخنیوي نړیوالې ادارې د اکتوبر په میاشت کې په خپل یوه رپورټ کې په پاکستان کې د دې ناروغۍ په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه.

په رپورټ کې پر پاکستان غږ (ږغ) شوی چې باید د پولیو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي که نه نو د روان کال پر مهال په پاکستان کې د دې ناروغۍ پر ضد په مبارزې کې لګېدلې میلیونونه ډالره به ضایع شي او دا چې د ګوزڼ وایرس ښايي نورو هېوادونو ته هم خپور شي.

دا مهال په نړۍ کې په درو هېوادونو، افغانستان، ناېجېریا او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغي موجوده ده چې پکې سږ کال تر ټولو زیاتې پېښې په پاکستان کې ثبتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG