د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو مشر وایي له افغان ځواکونو سره به همکاري کوي

د ناټو نوی مشر ینز سټولتنبرګ، په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورغلی دی.د ناټو له خوا په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې سټول تنبرګ په افغانستان کې له یوه پوځي مرکز لیدنه کړې او له ۲۰۱۴ م کال وروسته یې له افغان ځواکونو سره د ناټو د همکاری د دوام ژمنه کړې.

په اعلامیه کې راغلي چې ناټو به تر ډيرو کلونو پورې له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو له خوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې سټول تنبرګ به په دې سفر کې له ولسمشر اشرف غني او اجرایي ریس عبدالله عبدالله سره د ناټو د نوي ماموریت د پیل په اړه خبرې وکړي.

نږدې دوه میاشتې وروسته په افغانستان کې د ناټو جګړه ییز ماموریت پای ته رسیږي او دغه سازمان به په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په نوم د ۲۰۱۵ په پيل کې نوی ماموریت پيلوي.

سټول تنبرګ د ناټو د پخواني عمومي منشي انسن فوغ راسموسېن ځای ناستی دی او دا یې په دې دنده له ګمارنې وروسته افغانستان ته لومړنی رسمی سفر دی.

XS
SM
MD
LG