د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پوځ مشر په کابل کې د افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی


د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن (چارشنبه) په یو ورځني سفر کابل ته راغی او له خپل افغان سیال شیر محمد کریمي سره یې و کتل.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن (پنجشنبه) په یو ورځني سفر کابل ته راغی او له خپل افغان سیال شیر محمد کریمي سره یې و کتل.

دغه خبره د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي کړې ده.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر چارواکو د چهارشنبې پر ورځ رسنيو ته ويلي، چې جنرال راحيل شريف به کابل ته د خپل يو ورځني سفر په ترڅ کې، له ولشمر اشرف غني، له اجرايوي مشر عبدالله عبدالله، او د افغانستان له پوځي چارواکو سره وګوري.

نړیوالو رسنیو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر په حواله راپور ورکړی چې په دغه سفر کې به راحیل شریف افغان چارواکو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې موافقې وړاندیز وکړي خو افغان چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

پاکستاني څیړونکو افغانستان ته د راحیل شریف سفر مهم بللی او وايي چې ښايي له افغان لوري سره د مهمو اوحساسو مسایلو په باب خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG