د لاسرسي ځای

د خېبرپښتونخوا په تعلیمي نصاب کې لوی بدلون راروان دی


د خېبر پښتونخوا د ښوونځيو په تعلیمي نصاب کې مخکې په متن کې د بدلون راوستو وړاندیزونه شوي وو او اوس د دغو کتابونو پر یو شمیر انځورونو اعتراض شوی دی

د خیبر پښتونخوا د ښوونځيو په تعلیمي نصاب کې مخکې په متن کې د بدلون راوستو وړاندیزونه شوي وو او اوس د دغو کتابونو پر یو شمیر انځورونو اعتراض شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په ایتلافي حکومت کې جماعت اسلامي ګوند پر تعلیمي نصاب اعتراض وکړ او تر هغه وروسته ایالتي حکومت د یو شمیر انځورونو د ایسته کولو امر وکړ؛ په دې ترڅ کې دوی ویلي دي چې د کیک رسم دې لرې شي ځکه چې دا د عیسویانو نښه ده.

د پوهنې د ایالتي وزارت د یوه چارواکي بشیر حسین شاه خبره جرمني اژانس رااخیستې ده؛ چې وایي، د امبولانس رسم به هم نور په کتابونو کې نه وي ځکه چې یو ځای پرې د صلیب نښه ترسترګو کیږي.

همداراز صوبابي حکومت غواړي چې د هغو نجونو انځورونه هم له کتابونو پاک کړي چې پر سر یې پوړنی نه ښکاري.

د خیبرپښتونخوا په ښوونځیو کې له لومړي ټولګي تر لسم پورې په تعلیمي نصاب کې بدلون راوستل کیږي. دا هغه ایالت دی چې له یوې لسیزې راهیسې په کې د القاعده په مشرۍ شخړې روانې دي.

د پوهنې صوبایي وزیر محمد عاطف خان وایي چې د نصاب په کتابونو کې غلطۍ شته او کمیانې پکې ترسترګو کیږي.

عوامي نشنل ګوند چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې پر خیبرپښتونخوا حکومت کاوه اوس په نصاب کې له تغییر سره مخالفت کوي، خو دوی په صوبایي پارلمان کې دومره څوکۍ نه لرې چې خپله دفاع وکړای شي.

د نشنل ګوند د حکومت د وخت د پوهنې ایالتي مشر سردار حسین بابک چې اوس د خپل ګوند پارلماني مشر دی، د خپل وخت له نصاب څخه دفاع وکړه او صوبایي پارلمان ته یې وویل چې ځیني ګوندونه لکه جماعت اسلامي چې دا موضوع یې راپورته کړې ده، هغه وخت له موږ سره په حکومت کې شریک وو او له دې نصاب سره یې مخالفت نه کاوه خو اوس ولې اعتراض پرې کوي.

ټاکل شوې ده چې د خیبرپښتونخوا د ښوونځیو په تعليمي نصاب کې تغییر له اپریل نه پیل شي چې نوی تعلیمي کال شروع کیږي.

XS
SM
MD
LG