د لاسرسي ځای

د پښتو ژبې او پښتنو تاریخ پوه،لیکوال او څیړونکی سید خېرمحمد عاریف وایې چې د ساوڼ موساخېل ملي مبارزه نه هېرېدونکې ده.

د پښتنو په قامي تاریخ کې ګڼ داسې نومیالي دي چې د خپل وطن او قام د خپلواکۍ لپاره یې ملي مبارزه کړې ده او له مودو راهیسې یې د خپل ولس زړونو او ذهنونو کې اوسېږي. په دغو کې یو د بلوچستان، موساخېل ضلعې اوسېدونکی ساوڼ موساخېل هم دی.

د پښتو ژبې او پښتنو تاریخ پوه،لیکوال او څیړونکی سید خېرمحمد عاریف وایې چې د ساوڼ موساخېل ملي مبارزه نه هېرېدونکې ده.

«ساوڼ موساخېل داسې نومیالی او مېړنی وو چې پرله پسې ۱۴ کاله یې د فرنګیانو پر ضد مبارزه وکړه. دی فراري و او استوګنه یې زیاتره په افغانستان کې وله او د جګو غرونو مېشت و. له افغانستانه به راغلی، دلته به یې پر فرنګیانو بریدونه وکړل او بیرته به غرونو ته فراره شو.

د نوموړي د مبارزې سیمه ډېره پراخه وه. ده د موجوده خېبر پښتونخوا په اسماعیل خان ډېره، د موجوده پنجاب په غازیخان ډېره، د موجوده بلوچستان په ژوب، بوري او موساخيل کې ګڼ عملیات کول او مورام یې دا نه وو چې ګوا کې څوک وځوروي یا چا ته تاوان ورکړي، بلکې مبارزه یې (د هغه زمانې په حساب) وسله واله وه او یوازې د فرنګي دولت پر ضد وه، چې د پښتنو سیمه او خاوره یې نیولې وه»

د ساوڼ موساخېل په موجوده وخت کې دوې (۲) حوالې زموږ تر مخ راځي. یو خو لکه چې ذکر مو کړه چې ملي مبارزه یې کړېده او بل دا چې په بلوچستان کې د پښتو ولسي ادب کې خورا نوم لري. د سید خېر محمد عارف په وېنا، د ساوڼ موساخېل په یاد کې په خاصه توګه پښتنو مېرمنو ګڼې ولسي غاړې ویلې دی چې د ولسي ادب د ګلدستې یو مهم ګل دی. لکه چې یوې سپین سرې یو څه موده مخکې له مشال راډیو سره په خبرو کې د ساوڼ موساخېل یاد په دغو غاړو کې تازه کړی وو:

پر سپینې سپوږمۍ جار دی

نن ساوڼ موساخېل ګار دی

«په دې غاړه کې هغه تاریخي وخت او ته اشاره شوېده، چې کله یې ساوڼ دار «پانسۍ» ته خېژولو نو په هغه شپه سپوږمۍ تر جار (ګولې دایرې) چارچاپېره وه. پر سپوږمۍ جار یو عامه خبره ده او موږ ټولو که نا کله پام ورته شوی وي، خو خلک هغه شپه ډېر خپه ول، ځکه یې ولسي شاعرانو هغه وخت د یادګار په توګه له بلې مهمې پېښې سره تشبیه کړی»

قرآن وهي ساوڼ کښېباسي

کور د بل له هیلې باسي

«په دې غاړه کې هغه شرمناکې پېښې ته اشاره شوې ده، کله چې ساوڼ ځینو خپلوانو د فرنګیانو د مراعاتو په لالچ ونیولو او هغوی ته یې په لاس ورکړ. فرنګیانو ساوڼ نشو نیولی، خو د ځینو خپلوانو په مټ یې هغه ته مېلمستیا وکړه او د قرآن په لوړه یې هغه ته باور ور کړ چې مطلب یې یوازې ساوڼ ته قدر او عزت ورکول دي.په دې غاړه کې د نااعتبارۍ، دوکې او چالبازۍ انتها بیان شوېده»

د تحصیل دروازې پوري

نن ساوڼ موساخېل شوري

«په دې غاړه کې هغې سیمه ایز تاریخې پېښې ته اشاره ده کله چې ساوڼ په موساخېل بازار کې د فرنګي سرکار پر مهمو دوترونو مشتمل ودانۍ (تحصیل) برید وکړ او هغه یې په زور وتړلی تر څو فرنګیان هلته خپل سرکاري کارونه نه وکړي. په غاړه کې پر فرنګي سرکار پسخند «طنز» هم موجود دی چې یک یو کس سرکار له کاره دروي. د ځینو سپین ږیرو په وېنا، د تحصیل دروازې تر هغه وخته بندې وې، کله چې ساوڼ ژوندی وو»

ساوڼ موساخېل لکه چې مخکې بیان شو، په ډېره دوکه او چالبازۍ ونیول شو. سید خېر محمد عارف په خپل کتاب «زموږ غازیان او شهیدان» کې دا هر څه په ډېر تفصیل بیان کړیدي. نوموړی زیاتوي چې ساوڼ له خپل زوی پایند، ورور پالې او ملګري یارمحمد کدېزي سره یوځای ونیول شول او د ۱۹۱۶ م کال د جنوري پر ۱۸مه نېټه په دار شول خو یارمحمد کدیزیي د هند د آګرې جېل ته د ۲۰ کاله په بند یوړل شو.

»د یارمحمدکدیزیي د بند حال هم ډېر جالبه دی.کله چې نوموړي خپلد بند موده تېره کړه،نو د هغه وخت د جېل مشر بوري (لورالایي) کې فرنګي چارواکیو ته لیک واستولو چې دغه کس موده پوره کړې ده، خو په علاقې کې دې څوک ضمانت وکړي، خوشې به یې کړو.خو له بد بختۍ، هیڅوک هم د یارمحمد کدیزیي ضمانت ته تیار نه وو.ما د فرنګیانو هغه اسناد کتلي دي.په هغه کې بیا وروسته دا راغلې دي چې یارمحمد کدیزیی اوس ډېر ضعیف دی او اوس هېڅ څه هم نشي کولی.خېر دی که څوک یې ضمانت نه کوي، موږ یې په خپل ضمانت پرېږدو»

ساوڼ موساخېل سره له خپل مړي ورک کړل شو او تر ننه چا ته دا نه ده معلومه چې نوموړی به چېرته ښخ هم وي او که څنګه؟ ولې چې له آثارو داسې ښکاري چې فرنګیان اندېښمن وو، داسې نه چې د ساوڼ له مرګه پس یې مبارزه بیا سر نکړي راپورته.

سید خېرمحمد عاریف نظر لري چې د ساوڼ مړی به سوځول شوی وي، ولې د ده په خبره، په سیمه کې له نورو مبارزو سره هم فرنګیانو دغه قیسمه چلند کړی وو.

د بلوچستان په حکومت کې واکمن، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي وزیر،عبېدالله جان بابت لالا وایي چې دوي د ساوڼ په څېر ملي اتلانو پېغام تر نورو ته رسوي.

«که ساوڼ وي او که نور داسې نومیالي، هغوی ټول به موږ په نصاب کې شامیله وو او زموږ و زده کوونکیو ته به یې ور پېزنو. دا د هغوی پر موږ حق دی او دا موږ کولی شو. تاریخ جوړ په دا قیسمه خلکو وي او دا د هر قام لپاره ضروري وي چې هغه د تاریخ خپلې داسې حوالې سمبال کړي»

په بوري (لورالایي) کې څو لسیزې مخکې پر هغه ځای چېرته چې ساوڼ ته پانسۍ ورکړل شوې وه، (د پښتنو شهیدانویادګار) په نامه یو څلی د یوه لویې مرمۍ په بڼه جوړ کړل شوی دی. دغه څلی د ساوڼ په ګډون هغو ټولو سیمه ایزه اتلانو ته ځانګړی کړل شوی چې د خپل وطن د خپلواکي لپاره یې هلې ځلې کړې وي،خو نن دغه یادګار د بې غورۍ ښکار دی او نږدې ده چې له منځه یووړل شي. خو صوبایي وزیر عبېدالله جان بابت لالا مشال راډیو سره په خبرو کې ووېل چې د یادګار بحالولو پلان یې تیار کړی دی او ډېر ژر به کار پر پیل کړي.

په بلوچستان کې تاریخ پوهان وایې چې د فرنګیانو (بریټیش امپېریلزم) په خلاف غږ پورته کول په خپل سر یوه لوېه کارنامه ده،کوم چې ساوڼ موساخېل ترسره کړه.د دوي په خبره،د ساوڼ ملي مبارزه به د تاریخ په اوږدو کې همېش په ښو ټکو یادول کېږي.

Prague: Sawan arrest documents

Prague: Sawan arrest documents

Prague: Sawan arrest documents

Prague: Sawan arrest documents

XS
SM
MD
LG