د لاسرسي ځای

پاکستان: درې میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد ستنې لګول کېږي


حکومت د یوې خپلواکې څارونکې کاريډلې د شپارښتونو په رڼا کې د ټولو صوبو او قبایلي سیمو روغیتا چاروکو ته امر کړی چې ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي ستنې ولګوي.

د پاکستان صحت وفاقي وزارت په ټول هېواد کې د ګوزڼ رنځ مخنیوي لپاره درې میلیونه ماشومانو ته د روانې میاشتې په پای کې د څاڅکي ورکولو پر ځای د واکسین ستنې ورلګول کېږي.

د ګوزڼ رنځ مخنیوي لپاره دوه ډوله واکسینونه استعمالېږي چې یو پکې او پي وي «اورل ګوزڼ واکسین مانا د ګوزڼ واکیسن څاڅکي« او بل د ګوزڼ واکسین پېچکاري یا انجېکشن لګول کېږي.

د صحت وزارت ویاند ساجد شاه مشال راډیو ته په دې لړ کې وویل چې په ملک کې سږ کال د ګوزڼ زیات کېسونو له رامنځته کېدو پس حکومت د یوې خپلواکې څارونکې کاريډلې د شپارښتونو په رڼا کې د ټولو صوبو او قبایلي سیمو روغیتا چاروکو ته امر کړی چې ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي ستنې ولګوي.

ده وویل چې ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکې به د معمول مطابق ورکول کېږي.

«د ګوزڼ مخنیوي پېچکاریو لګولو غټه فایده به دا وي چې چېرته وایرس زیات دی او وېره شته نو هلته به ماشومانو ته لګول کېږي. له دې سره به د ګوزڼ خلاف د ماشومانو قوت مدافعت زیات شي او د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدو وېره به هم کمه شي. موږ ته امید دی چې د دې ستنو لګولو څخه به بهتري مخې ته راشي»

د ملګرو ملتونو ماشومانو حقونو ادارې یونیسف د پاکستان ګوزڼ ناروغۍ مخینوي څانګې مشر ډاکټر بلال مشال راډیو ته وویل چې نړۍ په پاکستان کې د ګوزڼ له کېسونو تشویش لري.

د ده په وینا چې له ای پي وي واکسین سره به د ماشومانو قوت مدافعت د ګوزڼ خلاف زیات شي.

خو دی وایي چې پاکستان هله د ګوزڼ په وایرس قابو موندلی شي چې کله پدې خبرو په سختۍ سره عمل وکړل شي.

۱- د لاندې کچې پلان جوړول، چې پکې د یو علاقې د ګوزڼ صورتحال په اړه باقاعده جاج اخیستل کیږي.

۲-د ګوزڼ څاڅکو مخنیوي ډلو کې د ښځو کارکونکو شمېر زیاتول.

۳- د ګوزڼ څاڅکو ورکولو ډلو کې د يو سرکاري وګړې موجودګي.

۴- د ګوزڼ څاڅکو ډلو کې د ځايي خلکو موجودګي.

۵- د ګوزڼ څاڅکو ډلو ته روزنه ورکول.

د ذکر ده په ټول پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ ۲۳۵ کېسونه مخې ته راغلي دي چې ډېری ناروغان یې پښتانه ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG