د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې بمي چاودنې یو تن وژلي ۱۵ ژوبل


په قبایلي سیمې اورکزو کې په بمي چاودنه او د راکټونو په برید کې یو کس وژل شوی او لږ تر لږه ۱۵ ژوبل دي.

یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط نن (سېشنبه) مشال راډیو ته وویل، چاودنه نن په کلایې کې شاوخوا ۱۲ نیمې بجې هغه مهال وشوه چې د اهل تشیع ماتمي جلوس د امام بارګاه لوري ته روان وو.

د ده په خبره، داسې ښکاري چې دا د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنه وه. چارواکي زیاته کړه چې تر دې مخکې پر کلایې له نامالومې خوا د راکټونو بریدونه هم وشول. د دواړو پېښو پړه لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG