د تېرې دوشنبې پر ورځ هند او پاکستان د واهګې پر پوله ورځني تشریفاتي مراسم پر داسې مهال تر سره کړ چې د یکشنبې پر ورځ هلته ځانمرګي برید شاوخوا ۶۰ کسان وژلي ول.
تر دې مخکې داسې پلانونه ول چې ښايي دا پوځي مراسم وځنډول شي. د تحریک طالبان او جماعت الاحرار په ګډون یو شمېر وسله والو ډلو د اتوار د ورځې برید پړه منلې ده.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پر پېښې د خپګان څرګندونه کړې او د ده هندي سیال نرېندر مودي په سختو ټکو کې د دې برید غندنه وکړه.