د کندهار سرپرست والي توریالی ویسا وايي، افغان ولسمشر د دې ولایت د مرستیال والي د وژنې پلټنې پیل کړې دي.
دا خبره نوموړي د دوشنبې پر ورځ د عبدالقدیم پتیال د جنازې پر مهال وکړه چې پکې ګڼو کسانو برخه واخیسته.
ویسا زیاته کړه چې پتیال په کم عمر کې د ډېرو هنرونو خاوند وو. د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د اتوار یا یکشنبې پر ماښام د کندهار پوهنتون په انګړ کې ووژل شو. وسله والو طالبانو د نوموړي د وژنې پړه منلې.