د لاسرسي ځای

“که د پاکستان ایین مات کړل شو نو هېواد به هم مات شي”


د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، که د پاکستان ایین مات کړل شو نو بیا به په هېواد کې یو نه بلکې پینځه اساسي قوانین عملي کېږي.

دا خبره نوموړي د دوشنبې پر ورځ په شبقدر کې د خپل ګوند د ټولو غړو غونډې ته د وینا پر وخت وکړه.

اسفندیار ولي زیاته کړه چې د خپلو حقونو اخیستو لپاره پښتنو ډېرې قربانۍ ورکړې دي او دا چې په پاکستان کې باید ټولې صوبې د خپلو وسایلو واک، اختیار ولري.

XS
SM
MD
LG