د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: افغان ځواکونو پنځه مشکوکه وسله وال وژلي او ۱۰۰یې نیولي


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي بیګاه شاوخوا دوه بحې افغان ګډو ځواکونو د ايساف د ځواکونو په مرسته د چپليار ولسوالۍ اړوند د زغو سميه کې د عملياتو په نتیجه کې پينځه تنه وسله وال وژل شوي او سل تنه يې د شک په بنياد نيولي چې په يادې ولسوالۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د دغه ولایت مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقیوال وویل،چې عمليات لا پای ته نه دي رسيدلي او تر هغو به دوام ولري چې سيمه يې له وسله والو طالبانو پاکه کړې نه وي.

بلخوا د وسله والو طالبان وياند ذبیح الله مجاهد په يوه ټيلفوني پيغام کې مشال راډيو ته ويلي چې د بمبار په نتيجه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او د شک په بنياد نيول شوي کسان د دوی له ډلې څخه نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG