د لاسرسي ځای

پاکستان کې د محرم د لمانځلو لپاره سحت امنتي تدابیر نیول شوي


نن (سېشنبه) په ټول پاکستان کې د عاشورې مراسم په مذهبي عقیدت سره په داسې حال کې لمانځ کېږي چې حکومتي چارواکي وايي سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکوي چې د پاکستان مرکزي او صوبايي حکومتونو د امن و امان د برقرار ساتلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

د ملک په اکثرو برخو کې پر یو ه موټر سایکل د یو نه د زیاتو کسانو په سفر بندیز اعلان شوی او موبایل ټیلي فونونه هم کار نه کوي.

د امنیتي کمرو د لارې د ماتمي جلوسونو څارنه هم کېږي او په حساسو سیمو کې د پولیسو ، پوځ او استخباراتي مامورینو پلټنې هم روانې دي.

په پاکستان کې هرکال د محرم په لومړیو لسو ورځو کې د بد امنۍ لویې پېښې لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG