د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر واهګه پوله ځانمرګی برید، جندالله، الاحرار که طالبانو کړی؟


واهګه پوله
واهګه پوله

په لاهور کي د پاکستاني پوځ پخوانی جرنيل او د امنيتي چارو کارپوه طلعت مسعود بیا وايې چې يو خو د دغو ډلو مقصد دا دی چې د امنيتي او پلټونکو ادارو پام او توجو ووېشي او بل خپل اهميت هم په ډاګه کړي.

د تېر اتوار پر ورځ د هند او پاکستان پر واهګه پوله د يوه تر سره شوي ځانمرګي بريد پړه تر یوه زیاتو وسله والو ډله پر غاړه اخیستې چې په ترڅ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسګونه کسان وژل شوي تر سلو زیات ژوبل دي.

د دې تر شا څه دلیل کېدای شي چې بېلابېلو وسله ډلو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده؟ په پېښور کې د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه خادم حسين یې داسې ځوابوي.

«تاسو دا وګورئ چې کومو ډلو پړه پر غاړه اخستې ده، په هغوی کې هغه ډله هم ده چې له القاعده سره تړاو لري، هغه ډله هم ده چې د اسلامی دولت وسله والې ډلي سره يې پیوستون اعلان کړی، او هغه هم ده چې په قبايلي سيمو کې فعاليت لري. نو زما په اند دا درې واړه ډلې په جغرافیايي، جهادي او نظریاتي توګه يو دي نه چې بېلې بېلې، او هغه ځکه چې ځینې وسلې راغونډوي، ځینې پيسي او ځینې بیا خلک راټولوي»

په لاهور کي د پاکستاني پوځ پخوانی جرنيل او د امنيتي چارو کارپوه طلعت مسعود بیا وايې چې يو خو د دغو ډلو مقصد دا دی چې د امنيتي او پلټونکو ادارو پام او توجو ووېشي او بل خپل اهميت هم په ډاګه کړي.

«هر وسله واله ډله غواړي چې خپل يو ځانګړی اهميت يې وي ، او د دغه اهميت په ډاګه کولو لپاره غواړي. تر هغې مخکې چې د برید اصل ذمه واره مالوم شي، تر هغې مخکې دوی خپل اهميت ښودل غواړي. دا هم يوه پوښتنه په خپل ځای ده چې ایا مالومه به هم شي او که نا چې دا بريد چا کړي دي؟، خو دا مهال دا ډلې غواړي چې خپل اهميت زیات کړي»

د وزير اعظم نواز شريف د سیاسی چارو سلاکار عرفان صديقي د پاکستان سرکاري ټيليويژن سره په خبرو کې په دغه برید کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) همکاري رد کړې ده او زیاته یې کړه چې د دې رېښې چې چیرته ملاوېږی ضرور به يې مالوموو خو زه دا نه ګڼم چې داعش وسله والې ډلې په پاکستان کې هېڅ جال نه لري او په پاکستان کې د بریدونو صاحيت لري. تر کومه چې د ذمه واري اخیستو تعلق دي نو له مخکینو تجربو جوتېږي، ضروري نه ده چې کومې ډلې زمه واري اخیستې ده نو هم هغه ډلې دې په ریښتیا برید هم کړی وي»

د اتوار پر ورځ د هند او پاکستان واهګه پولې سره نږدې د جنډۍ کوزولو دستورې پر مهال چې هره ورځ ماځيګر تر سره کېږي او ګڼ ولس يې کتو ته ورځي، د ترسره شوي ځانمرګي بريد ذمه واري جندالله، جماعت الاحرار او د پاکستانيو طالبانو مسود ډلې پر غاړه اخیستې ده – او دري واړه ډلي دا دعوه هم کوي چې د ثبوت په توګه به ډېر زر د دغه برید ويډيو رسنيو ته جاري کوي.

XS
SM
MD
LG