د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر د کندهار مرستیال والي وژنه وغندله


د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال

د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال

عبدالقدیم پیتال په کندهار کې په ښه شاعر او لیکوال شهرت درلود او یو شمېر کتابونه يې هم چاپ شوي دي.

کابل: له ولسمشریزې ماڼۍ ارګه خپره شوې یوه خبرپاڼه وايي، چې ولسمشر اشرف غني د کندهار مرستیال والي عبدالقدیم پتیال وژنه غندلې او ویلي چې د دې بزدلانه کړنې ککړ کسان به عدالت ته راکاږي.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل، چې پېښه د یکشنبې په ماښام شاوخوا اووه بجې د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې رامنځ ته شوې او یوه ناڅرګند کس د کندهار والي پر مرستیال عبدالقدیم پتیال چې په ټولګي کې يې درس وایه؛ د توپنجې ډزي کړې او هغه يې وژلی دي.

چارواکي وايي چې حمله کوونکي د پوهنتون په محصلانو کې ځان پټ کړی او پولیس يې د نیولو په هڅه کې دي.

په عین حال کې د کندهار میرویس روغتون مشر ډاکټر محمد داود فرهاد ازادي رادیو ته وویل چې عبدالقدیم پتیال پر سر او غاړه پنځه ټپونه خوړلي او روغتون ته تر راوړلو مخکې يې ساه ورکړې.

تر اوسه د عبدالقدیم پتیال د وژل کېدو مسوولیت چا نه دي منلي.

عبدالقدیم پتیال د شاوخوا درو کالو راهیسې د کندهار والي مرستیال و.

نوموړی تر دې مخکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریس و.

عبدالقدیم پیتال په کندهار کې په ښه شاعر او لیکوال شهرت درلود او یو شمېر کتابونه يې هم چاپ شوي دي.

تر دې مخکې عبدالطیف اشنا د کندهار د والي مرستیال و چې په یوه ځان وژونکې حمله کې ووژل شو.

راپور : محمدصادق رښتینی – کندهار

XS
SM
MD
LG