د لاسرسي ځای

تازه خبر

واهګه : ځانمرګي برید کې لسګونه کسان مړه او ژوبل


د واهګه پوله
د واهګه پوله

د اتوار په ماښام د هنداو پاکستان ترمنځ په پوله واهګه کې د پاکستان غاړې ته په یوه ځانمرګې حمله کې ۴۹کسان وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دولتي تلویزون د پنجاب د پولیسو د مشر مشتاق احمد سکیرا له خولې خبر ورکړ چې ځانمرګی برید د هند پولې ته نږدې د یو هوټل په دروازه کې شوی.

د هند او پاکستان ترمنځ د واهګه په پوله هرماښام د بیرغونو د کوزولو پرمهال ډیره زیاته ګڼه ګوڼه وي، او د پنجاب د پولیسو د مشر په وینا ځانمرګي بریدګر د بیرغ د کوزولو نه لږه شیبه وروسته په یاده سیمه کې ځان الوزولی دی.

د پاکستان یو شخصي تلویزوني چینل جیو بیا خبر ورکوي چې برید کونکی د شلو کالو نه د کم عمر ځوان و او د خلکو په منځ کې یې ځان ډزولی دی.ددې برید پړه تر دې دمه کومې ډلې قبوله کړې نه ده.

دپاکستان یو وفاقي وزیر خواجه سعد رفیق وايي ځان مرګي برید کونکي د کلک امنیت له کبله هغه ځای ته ځان ونه رسولی شو چیرته چې د ماښام په وخت کې د بیرغونو د راکوزولو مراسم پر ځای کیږي. د نوموړي په وینا ځانمرګي د مراسمو له ځای نه شپږ سوه میتره لرې ځان الوزولی دی.

په وژلو شویو کې دوه او په ژوبلو کې درې د رینجر ځواکونه ښودل کیږي. همداراز په وژلو شویو او ټپيانو کې ګڼ شمیر میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

واهګه د پنجاب ایالت د مرکز لاهور ښار نه د دوه ویشتو کیلومیټرو په واټن کې پروت دی.

XS
SM
MD
LG