د لاسرسي ځای

اورکزۍ ایجنسي : د راکټ توغندي په لګیدو یو تن مړ شوی او ۴ نور ژوبل دي


فایل فوټو

فایل فوټو

د اتوار په ورځ د اورکزو ایجنسۍ په یو کلي کې د راکټو د یو توغندي د لګیدو له کبله یو تن مړ شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي غرمه مهال په کلایه سیمه کې د ناڅرګند لوري نه د راکټو درې توغندي وتوغول شول، چې یو پکې په یو چوک ولګیده. په ژوبلو کې یوه میرمن هم ښودل کیږي.

د اورکزو ایجنسۍ یو انتظامیي چارواکی وايي په ژوبلو شویو کې د ( لیویز ) یو سرتیری هم شامل دی. دده په وینا ژوبل شوي کسان نږدې روغتون ته رسول شوي او صحي وضعې یې د اندیښنې وړ ښودل کیږي.

له پېښې وروسته امنیتي سرتیرو سیمه کلابنده کړه او د لټون عملیات یې پیل کړل. داپه داسې حال کې ده چې تیره شپه د خیبر ایجنسۍ په باړه کې هم په یو کور د توغندي د لګیدو په پېښه کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG