د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د محرم پرمهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

په پاکستان کې چارواکي وايي د محرم د ورځو په خوندي توګه د تیریدو لپاره یې په مرکز اسلام اباد او صوبو کې امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

دپاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي د ملک په څلور پنځوسو ضلعو کې یې له دوه دیرشو زرو زیات امنیتي سرتیري ځای په ځای کړي او د امنیت د ساتلو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

چودري نثار علي خان زیاتوي چې د محرم په نهمه او لسمه ورځ به په حساسو ګرځول شویو سیمو کې د موبایل ټیلي فون سهولتونه بند وي.

هلته په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال د ځايي چارواکو په حواله وايي چې د عاشورې پرمهال به د اسلام اباد، کراچۍ او لاهور په ګډون په لویو ښارونو کې په یوه موټر سایکل د یو نه د زیاتو کسانو په سفر پابندي وي.

د خیبر پښتونخوا هنګو سیمه چې ډیری وګړي يې شیعه مذهبي دي، حساسه ګرځول شوې ده.

په پاکستان کې هر کال د محرم په نهمه او لسمه ورځ د بدامنۍ ، بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو پېښې لیدل کیږي، له همدې کبله خلک اندیښمن وي.

XS
SM
MD
LG