د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسي : د هوان توغندي د یوه کور ۳ کسان وژلي


فایل فوټو
فایل فوټو

د خيبر ايجنسۍ د باړې په اکاخيلو کې تيره شپه په يو کور د هوان توغندی لګیدلی چې له کبله یې د يوې کورنۍ درې کسان وژل شوي دي.

د خيبر ايجنسۍ د باړې په اکاخيلو کې تيره شپه په يو کور د هوان توغندی لګیدلی چې له کبله یې د يوې کورنۍ درې کسان وژل شوي دي.

د خیبر ايجنسۍ يو سرکاري چارواکي د اتوار په سهار مشال راډیو ته وویل په اکاخیلو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه وه چې په ترڅ کې یې یو توغندی د یو قبایلي تن په کور ولګید او په پایله کې یې یوه میرمن او دوه ماشومان وژل شوي دي.

دغه چارواکی چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې مشال راډیو ته معلومات ورکول زیاته یې کړه چې ددوی یو سرتیری په جګړه کې وژل شوی او یو بل ژوبل شوی دی او همدارنګه دامنيتي سرتيرو په ځوابي کاروايۍ کې پينځه وسلوال وژلي دي. خو وسلوالو د پیښې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د خیبر ایجنسې په باړۍ کې د اکتوبر له شپاړسمې نیټې راهيسي د وسلوالو پرضد د خیبر ون په نامه پوځي عملیات پيل شوي دي.

XS
SM
MD
LG