د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ۲۹ بندیان افغانستان ته وسپارل


فایل فوټو
فایل فوټو

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې تېره ورځ پاکستانیو مامورینو د غلام خان بندر په سیمه کې ۲۹ تنه بندیان افغان حکومت ته وسپارل.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې دغو نه ویشتو افغان بندیانو کوم څرګند جرمونه نه درلودل، یوازې د اقامت د قانوني اسنادو د نه شتون له کبله د پاکستاني پوځیانو له خوا نیول شوي وو، چې تر تحقیقاتو وروسته افغان حکومت ته وسپارل شول.

مبارز ځدراڼ زیاته کړه، چې دغه کسان د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو او خبرو اترو په ترڅ کې افغان لوري ته سپارل شوي دي:

(( تېره ورځ د پاکستان د حکومت د لوري ۲۹ تنه افغان بندیان د افغانستان حکومت د خوست محلي ادارې ته وسپارل شول، دا هغه بندیان ول چې د پاکستان د حکومت له خوا د هغه هېواد په بیلابیلو سیمو کې د دوی په وینا د قانوني اسنادو د نه شتون له کبله نیول شوي او بلاخره د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو په ترڅ کې دغه موضوع حل وفصل شوه او د خوست ادارې ته وسپارل شول، چې خوست یاده اداره به يې ډېر ژر خپلو کورنیو ته وسپاري.))

مبارز ځدراڼ وویل، چې په ورسپارل شویو کسانو کې د خوست په ګډون د افغانستان د بیلابیلو سیمو اوسیدونکي شامل دي.

تر اوسه ددغو بندیانو د نیول کیدو د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي، چې دپاکستان حکومت دوی د څومره مودې لپاره په بند کې ساتلي وو.

XS
SM
MD
LG