د بلوچستان د صحت د څانګې چارواکي وايي، د دغې صوبې په کلاعبدالله او کوټه کې درې نور ماشومان د پولیو يا ګوزڼ له ناروغۍ متاثره شوي دي.
چارواکي زیاتوي، دوه ماشومان په کلاعبدالله سیمه چې يو د ۲۱ مياشتو ظهور احمد او بل د يونيم کال حضرت بلال دی، دواړه د ګوزڼ له ناروغۍ متاثره شوي دي.
درېيم ماشوم د کوټې د نوي کلي يو کلن ماشوم مصور نومېږي، چې هغه هم د ګوزڼ ناروغۍ متاثره شوی دی.
د چارواکو په خبره د درېواړو کورنيو هغوي ته د ګوزڼ څاڅکي له ورکولو انکار کړی وو. په بلوچستان صوبه کې روان کال د ګوزڼ ناروغۍ د متاثره شويو ماشومانو شمېر لسو ته رسېدلی دی.