د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: موټربم چاودنې نهه سرتیري ووژل

نن د شنبې پر ورځ نږدې یوه بجه د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د کوزې چوترې په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو یوې امنیتي پوستې تر څنګ د موټر بم برید شوی، چې په کې نهه افغان سرتیري وژل شوي او د شپږو ماشومانو په ګډون په کې شل تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش مشال راډيو ته وویل، چې په دې برید کې درې تنه د ملي اردو سرتیري او شپږ تنه ملي پولیس وژل شوي او شل ملکي وګړي، چې شپږ تنه يې ماشومان دي ټپیان شوي دي.

دین محمد درویش زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د ملکي وګړو درې کورونه او یو جومات هم ړنګ شوی او د پيښې ځای ته نږدې ډیریو ودانیو ته مالي زیان رسیدلی دی.

درویش وویل:

((نن د ورځې نږدې یوه بجه د لوګر ولایت مربوط د ازرې ولسوالۍ د کوزې چوترې په سیمه کې د موټر بم چاودنه شوې، چې په دې چاودنه کې شپږ تنه پولیس او درې تنه د ملي اردو سرتیري شهیدان شوي او همدا راز شلو تنو ملکي کسان ته ټپونه رسیدلي، چې په دې ټپیانو کې شپږ تنه ماشومان دي، د دې ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی، درې د ملکي وګړو کورونه ړنګ شوي او یو جومات هم شهید شوی دی.))

د یاد موټر بم برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG