د لاسرسي ځای

ننګرهار: افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۴ مشکوک کسان نیولي


د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول مشال راډيو ته ویلي،چې خاصو ځواکونو د جمعې پر سهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات پيل کړي و،چې بېګا ماښام ناوخته پای ته ورسیده.

مشرقيوال وایي په دې عملياتو کې ۲۴ مشکوک کسان يې نیولي،چې ملي امنیت ته يې سپارلي او دارنګه یو موټر یې د نشه يي توکو څخه ډک نیولی او چاودنه یې ورته ورکړې.

XS
SM
MD
LG