د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر طالبان د سولې خبرو ته را وبلل


د افغانستان ولسمشر د وسله والو طالبانو په ګډون،د خپل حکومت سیاسي مخالفې ډلې د سولې له پروسې سره یوځای کیدو ته را وبللې.

د افغانستان ولسمشر د وسله والو طالبانو په ګډون،د خپل حکومت سیاسي مخالفې ډلې د سولې له پروسې سره یوځای کیدو ته را وبللې.

په دې غونډه کې د خبرو پرمهال، افغان ولسمشر وویل چې مخالفې ډلې باید دا خیال له سره وباسي چې له افغانستان به د نړېوالو پرضد د جګړې ډګر جوړوي.

ولسمشر غني نن(جمعه) په پیکنګ کې د [اسیا زړه] په نوم د څوارلسو هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل چې د سولې ټینګول یې د حکومت ترټولو مهم کار دی:

″سوله زموږ تر ټولو ستر لومړیتوب دی. موږ سیاسي مخالفینو، په ځانګړي ډول، وسله والو طالبانو ته بلنه ورکوو چې له افغانانو سره مذاکره وکړي.

زه له خپلو ټولو نړېوالو ملګرو غواړم چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو لپاره، د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

موږ باید [مخالفو] ډلو ته چې د یوه ستر وهم او خیال پراساس عمل کوي، اجازه ورنه کړو او اجازه نه ورکوو چې زموږ له هېواده د نړېوال سیسټم په وړاندې د مبارزې د ډګرپه توګه کار واخلي.″

اسوشیتد پرس اژانس وايي، د وسله والوطالبانو په وړاندې د اشرف غني او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د خبرو په لهجه کې څرګند فرق لیدل کېږي.

پخواني ولسمشر په دوامدار ډول وسله والو طالبانو ته د وروڼو خطاب کاوه او په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور یې انتقاد درلود خو دا لا نه ده څرګنده چې د پیکنګ په کنفرانس کې د وسله والو طالبانو یادونې او هغوي ته بلنې، د ولسمشر غني لپاره څه ځانګړی اهمیت درلود.

اشرف غني نن په پيکنګ کې د خبرو پر مهال په افغانستان کې د سولې د افغاني پروسې پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل:

″موږ دې ته متعهد یو چې په افغانستان کې د سولې خپله پروسه پرمخ بوزو چې د افغانانو ترمنځ وي.

موږ له خپلو ګاونډیو او نړېوالو شریکانو غواړو چې په دې حساس دور کې په وضحات او صداقت راته څرګنده کړي چې له موږ سره د همکارۍ ظرفیت او علاقمندي لري که نه ؟″

نن چین ته د ولسمشر غني د څلور ورځني سفر وروستۍ ورځ ده چې د څوارلس اسیايي هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه پاي ته رسیږي.

په دې غونده کې د چین وزیر اعظم لي کيکیانګ وویل، د چین حکومت په افغانستان کې د سوله ییزې بیارغونې یوازې لفظي ملاتړنه کوي بلکه عملي قدمونه اخلي څو افغانستان په خپل واک د ځان د پرمختګ ظرفیت پيدا کړي:

″موږ هیله لرو چې د دې کنفرانس له لارې به سیمې او نړیوالو ته دا پیغام ورکړو چې د افغانستان د با ثباته انتقال او پراختیا دوامدار ملاتړ کوو، د افغانستان سوله ایزې بیارغونې ته متعهد یو او د افغانستان پر راتلونکې باور څرګندوو. ″

پیکنګ ژمنه کړې چې په افغانستان کې به پر معادنو پانګونه وکړي او غواړي چې په کابل کې یو پياوړی حکومت ټینګ شي.

چینایي مقاماتو له ولسمشر غني سره په خبرو کې، د افغانستان د امنیت مسله را پورته کړه او په افغانستان کې د خپلو پانګونو د مصونیت په اړه یې بحث وکړ.

چین اندیښنه لري چې په افغانستان کې د ناکرارۍ دوام به بې امنیتي له شمال ختيځه، د دې هیواد هغو سیمو ته چې ایغوري مسلمانان په کې اوسي خپره کړي.

XS
SM
MD
LG