د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په کړېکټ کې پاکستان ته لویه ماتې ورکړه


د افغانستان کرېکټ ملي نولس کلنې لوبډلې د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان ملي نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالۍ ترسره کړي چې له دریو څخه د دوه سیالیو په ګټلو سره یې د سیالیو اتلولي خپله کړه.

د افغانستان کرېکټ ملي نولس کلنې لوبډلې د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان ملي نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالۍ ترسره کړي چې له دریو څخه د دوه سیالیو په ګټلو سره یې د سیالیو اتلولي خپله کړه.

افغان لوبډلې دغه لوبه له خپلې سیالې لوبډلې د ۶۹ منډو په توپیر وګټله.

په نننۍ لوبه کې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د سر لوبغاړی شاهدالله یوازې د ۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

تر هغه وروسته بیا د دویمې ویکټې لپاره د حضرت الله ځاځي او احسان الله تر منځ د ۸۰ منډو ملګرتیا وشوه.

حضرت الله ځاځی په ۴۲ منډو وسوځېد، نوموړي دغه منډې د اتو څلوریزو پر مټ په ۴۰ توپونو وکړې.

د افغانستان په توپ وهونکو کې احسان الله تر نورو ډیرې ۶۵ منډې وکړې.دافغانستان له لورې ورو توپ اچوونکي ضیالرحمان تر ټولوښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول

د ده تر څنګ محمد سردار هم نیمه سلیزه پوره کړه او په ۵۶ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

افغانستان په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۹ لوبغاړو پر سر ۲۲۳ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان له لورې محمد شهابل درې لوبغاړي وسوځول.

د هدف په تعقیب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۱۵۴ منډو وسوځېده.

د افغانستان له لورې ورو توپ اچوونکي ضیاالرحمان تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

XS
SM
MD
LG