د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي او تجربه کار دي”


افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزې وايي د افغانستان امنیتي ځواکونه په یوه پیاوړي، تجربه کار او ژمن پوځ بدل شوي دي.

نن (پنجشنبه) د افغانستان د ولسمشریز دفتر ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي ښاغلي احمدزي دا خبره نن له غرمې وروسته د چین د ولسي جمهوریت د نړیوالو څیړنو په اداره کې د وینا په وخت وکړه.

نوموړي په دغه وینا کې د افغانستان او سیمې هدفونو، ستونزو، ګواښونو، اطلاعاتو او ځواکمنۍ ته توجو ورکړه او وې ویل چې افغانستان د سیمې د درې اربه خلکو په منځ کې پروت هېواد دې او د دغه شمېر افرادو پیوند یې د بهرني سیاست لپاره مهم دی.

ولسمشر احمدزي د افغانستان پر پایه دارې اقتصادي ودې ټینګار وکړ، وې ویل چې د افغانستان د معدني او جیولوژیکي سرچینو دریمه برخه سروې شوې ده چې ارزښت یې له یو نه تر درې تریلیون ډالرو پورې اندازه شوې دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG