د لاسرسي ځای

تازه خبر

"جنګ د پنجاب دی او سزا د قامي اسمبلئ پښتنو غړو ته ورکول کيږي"


"جنګ د پنجاب دی او سزا د قامي اسمبلئ پښتنو غړو ته ورکول کيږي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي د خپلو استعفاګانو د تصديق لپاره د چارشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ د سپيکر دفتر ته ورغلل خو البته له هغه سره يې له يو په يو ليدلو انکار وکړ. تحريک انصاف پر واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) تور لګوي چې د تير کال په پارليماني ټاکنو کې يې درغلي کړي وه خو دغه ګوند دا تورونه ردوي. پر حکومت د استعفا لپاره فشار اچولو په خاطر تحريک انصاف ګوند خوا او شا دوو مياشتو راهيسې لاريونونه پيل کړي چې تر اوسه جاري دي. دغه ګوند له قامي اسمبلی څخه د مستعفي کيدو اعلان کړی وو اوغړو يې خپلي استعفاګاني د قامي اسمبلۍ له سپيکر سره جمع کړې وي خو د سپيکرآياز صادق دا دريځ دی چې د قانون له مخې بايد د اسمبلۍ هر غړی جلا جلا له ده سره وويني چي دارنګه مالومه شي چې دغه غړی د کوم فشار لاندې او که په خپله خوښه استعفا ورکوي. خو تحريک انصاف ګوند بيا دا دريځ وو چې ټول غړي به يې په يو ځای له سپيکر سره ويني او د خپلو استعفاګانو تصديق به کوي. کله چي د تحريک انصاف غړي پرون واپس شول نو د قامي اسمبلۍ سپيکر آياز صادق له رسنيو سره خبري وکړي او وي ويل چې تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ په څلور ديرش غړو کې پنځه ويشت دفتر ته ورغلي وو. د تحريک انصاف له خيبر پښتونخوا د قامي اسمبلی ټاکل شوي زياتره غړي له استعفاګانو ورکولو انکار کوي. په دوی کې د سوات مسرت احمد زيب هم ده چې د مشال ريډيو همکار، عبدالحی کاکړ ورسره مرکه کړي او په سر کې يې ترې د استعفا نه ورکولو وجه پوښتلې ده؟ مرکه دلته اوريدلی شئ.

XS
SM
MD
LG