د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا په تعليمي نصاب کې بدلون کوي


د پيښور د يو ښوونځي ماشومه
د پيښور د يو ښوونځي ماشومه

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي په تعليمي نصاب کې د تېرو حکومتونو له خوا ځيني بدلونونه ليري کوي او پر ځای يې نور مواد پکې شاملوي. څيړونکي تعليمي نصاب د سياسي اهدافو لپاره کارول غلط کار بولي او وايي هر بدلون بايد د تعليمي چارو د کارپوهانو په مشوره او لاس وشي.

د خيبر پښتونخوا واکمن تحريک انصاف او جماعت اسلامي ګوندونو د صوبې له تعلیمي نصاب کې بدلون کړی او د دوی په خبره ځيني لانجمن مضمونونه يې تري ليري کړيدي.

د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند، تحريک انصاف تېر کال حکومت کې تر راتللو وروسته په يوه خبرپاڼه کې د تعليم په اړه د ګڼو اصلاحاتو خبره کړي وه. اوس د پاکستاني رسنيوو ترمخه د دوی سره په حکومت کې شريک د جماعت اسلامي ګوند د لومړنيوو يا پرايمري او همداراز د هايي سکولونو لپاره د پښتو، اسلاميات، ساينس او مطالعه پاکستان کتابونو کې ځينې مضمونونه بدلوي خو د خيبر پښتونخوا چارواکو رسنيوو ته ويلي چې دا بدلونونه د جماعت اسلامي په وينا نه بلکې د پښتونخوا د رواياتو په پام کې نيولو سره کوي.

ځيني سیاسي ګوندونه په تعلیمي نصاب کې د پروپیګنډې او خپلې ایجنډې له مخې مواد شاملوي او غواړي چې خلک د خپل فکر او دريځ ملګري کړي چې غلط کار دی

د خيبر پښتونخوا په تعليمي نصاب کې تر دي وړاندې د عوامي نيشنل ګوند او له هغوی مخکې د متحده مجلس عمل حکومتونو هم بدلونونه کړي وو. د عوامي نيشنل ګوند ځينو مشرانو غړو پخوا مشال ريډيو ته ويلي وو چې دوی په تعليمي نصاب کې داسې آيتونه وراضافه کړي چې په هغې کې په اسلام کې پر سولې او يو بل سره د ښه سلوک په هکله ټينګار شوی.په لانجمنو موضوعاتو کې د افغان کډوالو په اړه ځينې خبرې او د پاکستان د تاريخ په اړه د درسونو سربيره په اسلاميات مضمون کې د ځينو آيتونو ليري کول او ځينو نورو شاملول ياد شوي دي.

ځيني څيړونکي وايي چې په نوو بدلونونو سره د جماعت اسلامي ګوند غواړي د خپل سياسي سوچ د خورولو لپاره کار وکړي. جماعت اسلامي دا نه مني.د تېر حکومت چارواکي دا هم وايي وايي چې د وړاندیني نصاب له وجې نوی کهول له خپله تاريخ او کلتور څخه بې خبره ساتل کېده چې له کبله يې ځوانانو کې سخت دريځي ډيريدله.

د شبقدر يو زوړ ښوونځی
د شبقدر يو زوړ ښوونځی

د خيبر پښتونخوا د تعلیم پخوانۍ صوبايي وزیره معراج همایون خان وايي حکومتونه د قانون ترمخه په تعليمي نصاب کې د بدلون حق لري خو دا کار سياسي کول ښې نتيجې نه ورکوي.د پاکستان ځينې رسنيوو ليکلي چې په نصاب کې نوي بدلونونه به د ۲۰۱۵ کال د اپريل د مياشتې څخه شروع کيدونکي تعليمي کال کې د ښوونځيوو يا سکولونو په کتابونو کې ليدل کيږي.

نوموړې مشال ريډيو ته وويل: ((دا بالکل غلطه ده او زموږ لپاره ډیره د اندیښنې وړ ده. په تعليمي نصاب کې بدلون د ماهرينو يا کارپوهانو کار دی. حکومتونه او سياست وال بايد دي لړ کې له څيړونکو سره مشوره وکړي چې دي لړ کې څه ورزيات او څه کم کړي.))

د خيبر پښتونخوا په تعليمي نصاب کې په داسې حال کې د بدلونونو خبرې مخې ته راځی چې تېره هفته د ښې حکومت دارۍ اولسي احتساب د پرمختګ لپاره کارکوونکې يوې غيرسرکاري ادارې (سي، جي، پي، ای) په يو تازه رپورټ کې ويلي چې د يادې صوبې حکومت د تعليم لپاره د ځانګړي بجت يوازې پنځه فیصده په دي لړ کې په پرمختيايي کارونو لګولي.

د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره، بشرا ګوهر د زده کوونکو سره
د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره، بشرا ګوهر د زده کوونکو سره

د خیبرپښتونخوا د تعلیمي نصاب د کتابونو دبورډ پخوانی مشر او د تعلیمي چارو کارپوه، ډاکټر فضل رحیم مروت وايي په سياسي بنيادونو تعليمي نصاب کې د بدلون پر ځای بايد حکومت ټولو خلکو ته د تعليم لپاره په لاس رسي او معياري کولو کار وکړي.

نوموړي زياتوي: ((په نړۍ کې له جنګونو ډیر نفرت کیږي. پکار ده چې خپل نوي کهول له جنګي لیونتوب او تشدد څخه د سولې او جمهوري رویوو اړخ ته راوستل شي. د دي لپاره چې په تعليمي نصاب کې کوم بدلون کيږي هغه دي د تعليمي چارو د کارپوهانو په لاس وشي، نه د سياستوالو په لاس د سياسي هدفونو د لاس ته راوړنې لپاره!))

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG